پوښتنه: تراویح ونکړم روژه مي صحیح کیږي؟
ليکوال: اداره
څانګه: دارالافتاء روژه
نېټه: July 6, 2014

مسلسل شمیره :۲۳۱

 

پوښتنه
زموږ په مسجد کي دختم تراویح کیږي زه ټوله ورځ کار کوم سخت ستړی یم په هیڅ صورت یې دکولو توان نه لرم خلک راته وایي که دي تراویح ونه کړي روژه دي نه صحیح کیږي، رشتیا هم داسي ده که یا؟
سائل: عبدالباسط

 

جواب:
روژه صحیح ده که څه هم تراویح ونه کړي خو تروایح کول زیات ثواب لري، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: که څوک درمضان دمیاشتي روژه ونیسي او دشپې یې تراویح وکړي دایمان او ثواب په وجه الله جل جلاله به یې دګناهونو څخه داسي پاک کړي لکه په کومه ورځ ،چي دموره پیدا سوی دئ.

یعني داچي لکه دمور څخه ،چي پیدا سو هیڅ ګناه یې پر ذمه نه وه اوس به هم داسي دګناه څخه پاک سي،چي هیڅ ګناه به یې پر ذمه نه وي.
همدا ډول نور احادیث یې هم په فضایلو کي راغلي دي.

-------------------------------
  عن عبد الرحمن بن عوف رض قال قال رسول الله       : ان الله تبارك و تعالى فرض صيام رمضان عليكم، و سننت لكم قيامه، فمن صامه و قامه ايماناً و احتساباً خرج من ذنوبه كيوم ولدته امه.

  الترغيب والترهيب ج : ۲ ص : ۱۰۵ .
عن ابي هريرة قال قال رسول الله       من صام رمضان ايمانا و احتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه و من قام رمضان ايمانا و احتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه و من قام ليلة القدر ايمانا و احتسابا غفر له ماتقدم من ذنبه . 

بخاري صـــ۲۶۹ ج  ۱.
---------------------------------------
والله اعلم
مولوی عبدالهادي حماد، ددارالعلوم دیوبند مېلمستون، هند
۲۸\۸\۱۴۳۵هـ ق

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: