په ګولۍ خوړلو باندي کفاره سته که یا؟
ليکوال: مفتي حماد
څانګه: دارالافتاء روژه
نېټه: April 17, 2015

په ګولۍ خوړلو باندي کفاره سته که یا؟

یوې ښځي په فرضي نیت کړې روژه کي دمیاشتنۍ ناروغي دمنع ګولۍ خوړلې ده پر دغه ښځه باندي کفاره سته او که یا؟

سائل:

حاجي اخندزاده صاحب، ریګوا، قندهار

جواب:

کفاره سته ، که څوک په فرضي نیت کړې روژه کي عذا لرونکی شی وخوري او یا دوا ددوا لپاره وخوري قضا او کفاره ورباندي سته، البته که یې مخکي روژه په یوه داسي شي باندي ماته کړې وه ،چي غذا یې نه درلوده بیا يې وروسته غذا لرونکی شی یا دواړه وخوړه  پردغه کس یوازي قضاء سته کفاره ورباندي نسته .

( قَوْلُهُ وَمَنْ جَامَعَ عَامِدًا فِي أَحَدِ السَّبِيلَيْنِ أَوْ أَكَلَ أَوْ شَرِبَ مَا يُتَغَذَّى بِهِ أَوْ يُتَدَاوَى بِهِ فَعَلَيْهِ الْقَضَاءُ وَالْكَفَّارَةُ ). الجوهرة النیرة، جلد:۲، صفحه: ۳۳

إذَا أَكَلَ مُتَعَمِّدًا ما يُتَغَذَّى بِهِ أو يُتَدَاوَى بِهِ يَلْزَمُهُ الْكَفَّارَةُ وَهَذَا إذَا كان مِمَّا يُؤْكَلُ لِلْغِذَاءِ أو لِلدَّوَاءِ. هندیه، جلد:۱، صفحه:۲۰۵

وَأَمَّا وُجُوبُهَا بِأَكْلِ ما يَتَغَذَّى بِهِ أو يَتَدَاوَى بِهِ أو يَشْرَبُهُ فَلِأَنَّهُ في مَعْنَى الْجِمَاعِ...تبین الحقایق، جلد:۱، صفحه:۳۲۸

( وَلَوْ أَكَلَ أَوْ شَرِبَ مَا يَتَغَذَّى بِهِ أَوْ يَتَدَاوَى بِهِ فَعَلَيْهِ الْقَضَاءُ وَالْكَفَّارَةُ ). فتح القدیر، جلد:۴، صفحه:۳۴۷

والله اعلم

ع حماد، حمادیه اسلامیه مدرسه، قندهار، ۲۹ حمل ۱۳۹۴

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: