ډېره مننه! ستاسې تبصره ولېږل سوه او تر کتلو وروسته به پر ليکه سي.
حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ دریمه برخه:
ليکوال: مفتي حماد
څانګه: تعلیم القران راډیو ژوندی نشرات
نېټه: May 3, 2015

زما ښکلی مذهب....
دریمه برخه:
دحق لټون:
درنو لوستونکو! د١٣٣٤ هـ ق کال دشعبان پر ٢٦ نېټه،چي کله دجمعې دخطبې اولمانځه څخه فارغه سوم دکندهار ادبي انجمن غړى، ذکي ځوان قاري مطيع الله "ذهين" راڅخه وغوښتل ، چي د (تقليد حقيقت) په نوم يو کتاب دئ او په دې کتاب کي تقليد کول يعني مذهبي جوړېدل جهالت بلل سوي دي او په دې کتاب کي لازمه بلل سوې ده، چي هر انسان دي خپله دقران او حديث څخه دمسئلو استنباط وکړي دکوم چا تقليد دي نه کوي که يې دا کار وکړ، دمشرکانو عمل به يې کړي وي ځکه دا کار مشرکانو کاوه، چي کله به دوى ته وويل سوه، چي حق ته راسئ! دوى به وويل موږ هغه څه کوو کوم څه ، چي زموږ پلارانو او نيکه ګانو کول.
کله، چي مي دا کتاب وليدئ تر مطالعې وروسته پورته خبره هيڅ راته ثابته نه سوه يعني هيڅ داسي دلائل پکښي نه وه ، چي مذهبي جوړېدل دي بد ثابت کړي بلکي يوازي ددوکه کولو او پر هر حقيقت نه لاړي معماوي پکښي رانغښتې وې او نه به ددغه کتاب په لوستلو  سره هيڅ عقل لرونکي ته ثابته سي، چي تقليد کول جهالت دئ. البته ددې کتاب په مطالعه سره به عامو او بې علمه خلکو ته تشويش پيدا سي.
ددغه کتاب په اړه مي څو لاندي کرښي وليکلې هيله ده ستاسو دتوجه وړ وګرځي:
١: ايا په مذکوره کتاب کي شومه مقابله سوې ده او که دحق لټون پکښي مطلوب دئ؟
٢: دتقليد حقيقت څشي دئ؟
٣: په مذکوره کتاب کي ، چي دتقليد کوم حقيقت او تعريف بيان سوى دئ داصحيح دئ؟
٤: په کومو مسئلو کي تقليد پکار دئ؟
٥: په مذکوره کتاب کي ، چي په حنفي مذهبه علماؤ پسي کومي خبري تړل سوي دي دا صحيح دي؟
٦:حنفي مذهب څه ته وايي؟
دشومي مقابلي او دحق لټوني توپير:
پورتنۍ خبري به لږ روښانه کړو . درنو لوستونکو! کله، چي څوک کومه خبره تائيدوي او بله ردوي دا په دوو طريقو کېداى سي يو داچي مطلب يې دحق پلټل وي ځکه نو دحق دپيدا کولو په موخه يوه موضوع ردوي مقابل يې تائيدوي داسي کس، چي حق پلټونکي وي هيڅکله د رد او تائيد په وخت کي پر چا تور نه لګوي کومه خبره، چي يې مقابل لوري نه وي کړي دى يې ورباندي نه تړي ، په دې لاره کي دمعماوو او کجباسۍ څخه کار نه اخلي ، که کله ورته خپله خبره غلطه ثابته سي بېرته خپله خبره اخلي او کوم خبره، چي دى ردوي که هغه حقيقت ورته معلومه سي بېرته يې تائيدوي، دا دحق لټون دئ.
دوهم کس هغه دئ، چي دحق لټون يې مقصود نه وي بلکي دخپل مقابل لوري ځپل ، تقبيحول، توهينول او ټيټول يې مقصود  داسي کس نو، چي هر هغه وسله دمقابل لوري لپاره کاروي کومه ، چي ده ته پلاس ورځي. نوموړي کس دخپل شوم مطلوب د تر لاسه کولو لپاره پر مقابل لوري تهمت لګوي، کجباسي ورسره کوي او هر هغه څه، چي مقابل يې لمنځه په ځي هغه ټول استعمالوي.
الله دي موږ او تاسو ټول ددغه دوهم ډول مقابلې څخه وساتي ځکه په دې کي دايمان تللو خطره هم وي او مؤمن دشان څخه ډېر ليري کار دئ او تل به هڅه کوو، چي دحق لټون په کومه طريقه راسي بس غاړه ورته کښيږدو هغه که زموږ وينا وي او که زموږ دمقابل لوري وينا وي.
درنو لوستونکو! په دې ليکنه کي زما مطلوب دحق لټون دئ هيڅ کله پر چا افترا نه کوم او نه دځانه خبري ورپسي تړم، يعني داچي زما مقابل لوري کومه خبره نه وي کړي او زه يې حتما ورباندي لازموم.
په مذکوره کتاب ،چي ليکوال يې څه ليکلي دي زما ورباندي حسن ظن دئ غالبا به ده دا ليکنه داسلام دخپراوي لپاره کړې وي او داسلام دښمني به يې مقصود نه وي داچي يا خطاوتلى دئ يا نه دئ؟ دا بيا بېله خبره ده هر قلم،چي ددين لپاره وچليږي پر هغه قلم دي برکت او هم داخبره، چي په مذکوره کتاب کي دحق لټون مقصود دئ او که شومه مقابله دا فيصله به کتونکي وکړي.
په مذکوره کتاب کي هغه کسان،چي په حنفي مذهب دي دهغو مشرکانو سره ايښودل سوي دي کوم ، چي درسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کي پر خپله بت پرستي باندي کلک ولاړ وه او دا ايت په دليل کي پيش سوى دئ:
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنزَلَ اللّهُقَالُواْ بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا أَوَلَوْ كَانَآبَاؤُهُمْ لاَ يَعْقِلُونَ شَيْئاً وَلاَ يَهْتَدُونَ
ژباړه: کله، چي دوى ته (مشرکانو) ته وويل سي (راسئ) دالله دلوري څخه دراغلو احکامو اتباع وکړئ دوى په جواب کي وايي: يا! موږ هغه څه کوو کوم، چي زموږ پلرونو او نيکونو کول.
په مذکوره کتاب کي دمشرکانو پر ځان حنفي مذهب وا لا ايښودل سوي او دپورتني ايت په ترجه کي وايي ، چي دغه حنفيانو ته ، چي کله وويل سي ، چي راسئ قران او حديث ومنئ دوى وايي: يا! موږ ، چي څه پخوانيو کتابونو ليکلي هغه منو ، قرآن او حديث نه منو.
نوربیا...

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: