ډېره مننه! ستاسې تبصره ولېږل سوه او تر کتلو وروسته به پر ليکه سي.
حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ ۶ برخه
ليکوال: حماد
څانګه: تعلیم القران راډیو ژوندی نشرات
نېټه: May 31, 2015

حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ ۶ برخه:
دتقلید ډولونه:
تقليد دوه ډوله دئ لومړى داچي مقلد دځان دتقليد لپاره يو خاص مجتهد ونه ټاکي بلکي په يوه مسئله کي ديوه امام تابعداري وکړي او په بله مسئله کي دبل امام تابعداري وکړي دغسي تقليد ته مطلق تقليداو يا عام تقليد وايي.
دوهم ډول تقليد هغه تقليد دئ ،چي يو  کس يو  خاص امام وټاکي په ټولو مسئلو کي دهمدغه امام تابعداري کوي ، دغه تقليد ته شخصي تقليد وايي.
دتقليد ددواړو  ډولونو حقيقت دادئ ،چي يو کس په خپل نظر ، فکر او فهم سره دقرآن او حديث څخه دمسائلو استنباط نه سي کولاى او په مجتهدينو کي ديو کس پر بصيرت ، پوهه او فهم باندي اعتماد ولري ، ددغه مجتهد پر تشريحاتو باندي ،چي دقران او حديث لپاره  يې کړي دي پر هغه اعتماد ولري ، کوم مسائل ،چي نوموړي مجتهد دقرآن او حديث څخه استنباط کړي وي پر هغه باندي اعتماد ولري بيا عمل په وکړي . داسي تقليد کول نه يوازي ،چي جايز دئ بلکي پر واجب والي باندي يې په قرآن او حديث کي ګڼ شمېر دلايل  شتون لري.

مذهبیانو! که دتقليد دغه معنا وي نو تاسو په عمل کي دغه معنا نه ده پلې کړې؟
غير مقلدين  داسي نيوکه کوي ، چي دغه معنا خو موږ هم کوو، چي عام خلک دي دعلماؤ څخه پوښتنه کوي عالم دي جواب ورته وايي دقرآن او حديث څخه دي استنباط کوي مذهب دي پريږدي خو تاسي داخبره ورباندي زياتوئ، چي علماء دي دعوامو خبري جواب کړي البته دمذهب په رڼا کي؟ بله خبره لا داده، چي که پوښتنه کول تقليد سي نو دغه عام خلک خو دعلماؤ مقلدين سوه دمذهب مقلدين نه سوه؟
دپورته خبري په جواب کي بايد ووايو: لکه تاسو ، چي واياست: امي کس بايد دعالم څخه پوښتنه وکړي ، عالم به جواب ورته وايي. موږ وايو  امي کس ولي پوښتنه کوي؟ ايا نه پوهيږي! تاسو واياست: هو نه پوهيږي. داچي امي کس نه پوهيږي پوښتنه ورباندي لازمه ده نو معلومه سوه، چي هرڅوک، چي پوهه نه لري هغه به پوښتنه کوي، عالم که نه پوهېدئ هم به پوښتنه کوي امي که نه پوهېدئ هم به  پوښتنه کوي دامي پوښتنه کول هم تقليد دئ دعالم پوښتنه کول هم تقليد دئ البته دامي او عالم تقليد توپير کوي، چي لاندي به يې شرحه کړو خو  تر هغه مخکي دا خبره جوابول غواړم، چي امي کس دعالم څخه پوښتنه کوي داتقليد دئ البته داچي عالم  دمجتهد رايه رانقلوي پر خپله رايه باندي اعتماد نه لري نو دامي کس پوښتنه عين دمجتهد څخه پوښتنه ده او عين دمذهب تقليد دئ لکه عالم ، چي دمتجتهد رايه رانقلوي دا په حقيقت کي دقران او حديث عملي کېدل دئ ځکه مجتهد هيڅکله دقران او حديث څخه مخ نه اړوي.
اوس راځو هغه بلي خبري ته امي به هم پوښتنه کوي ، عالم به هم پوښتنه کوي يعني د يو چا نظر به اخلي او د امي پوښتنه او دعالم پوښتنه سره توپير لري تاسي لاندي کرښي په غور او دانصاف په سترګه مطالعه کړئ بيا به درته معلومه سي، چي تقليد کول يوازي دقرآن او حديث صحيح علم زده کول او دقرآن او حديث پرېښودل دي؟

دعوامو خلکوتقليد:

شيخ الاسلام محمد تقي عثماني حفظه الله پر دې خبره بيخي کافي بحث کړى دئ هغه په کټ مټ ډول دلته رانقلوم:
شيخ الاسلام صاحب ليکي: ترټولو وړاندي  دعوامو دتقليد درجه ده دلته په دې ځاى کي دعوامو خلکو  څخه  لاندي کسان مراد دي:
الف : هغه خلک ،چي دعربي ژبي اونورو اسلامي علومو اړونده هيڅ  معلومات نه لري  نور علوم لازم نه دي په هغه کي که معلومات لري او که  يې  نه لري خو دلته يوازي اسلامي علوم مراد دي.
په اسلامي علومو کي،چي ازاده هر څومره مطالعه ولري هم بې علمه دئ
ب : هغه  کسان ،چي په عربي  ژبه پوهيږي مګر په تفسير ، فقه ، حديث او نورو اړونده ديني  علومو داسي نه  پوهيږي ،چي پر استاد باندي يې ويلي وي او په حقيقي ډول په پوه وي.
فارغه عالم،چي د ټولو مذهبونو په دلایلو خبر نه وي هم بې امي دئ
ج : هغه کسان ،چي په رسمي ډول داسلامي علومو  څخه  فارغه وي مګر  په تفسير، حديث او فقه کي پوره مهارت ،  بصيرت او بر لاسى نه لري.
پورته درې ډلي خلک ،چي ذکر  سوه درې واړه ډلي دعوامو په لړليک کي داخل دي يعني  داچي په  تقليد کي دعوامو په څېر دي دتقليد په موضوع کي ددوى اودعوامو حکم يو دئ. ددغه خلکو لپاره پرته له  دې ،چي محض تقليد وکړي  بله چاره  نه لري ځکه په  دوى کي هيڅ  داسي استعداد نه سته ،چي دوى دي مستقيما دقرآن او حديث څخه  استنباط وکړي.يا دي دمتعارضو احاديثو تطبيق وکړي او بيا دي دترجيح فيصله وکړي له همدې امله پردغه کسانو باندي لازمه  ده ،چي دوى ديوه مجتهد لمن ټينګه ونيسي دهغه څخه  ديني احکام  زده کړي او بيا عمل په  وکړي  ځکه  دوى خپله اجتهاد نه سي کولاى نوبله چاره نه لري پرته له  دې ،چي تقليد وکړي لکه ،چي علامه خطيب بغدادي ليکي:
اما من يسوغ له التقليد فهو العامي الذي لايعرف طرق الاحکام الشرعية فيجوز له ان يقلد عالما ويعمل بقوله  ... ولانه ليس من اهل الاجتهاد فکان فرضه التقليد کتقليد الاعمي في القبلة  فانه لما لم يکن معه آلة الاجتهاد في القبلة کان عليه تقليد البصير فيها.( )
ژباړه :  داچي چاته تقليد جايز دئ ؟  هغه عام سړى دئ هغه سړى ،چي دشرعي احکامو طريقې نه ورته معلوميږي  نو داسي کس ته پکارده ،چي ديوه عالم تقليد وکړي او بيا يې په وينا عمل وکړي ... ځکه داسي کس داجتهاد کولوجوګه نه دئ نو پرده باندي تقليدکول فرض دئ لکه ړوند سړى ،چي په قبله کي دليدونکي کس تقليد کوي په داسي حال کي ،چي دړانده سره دقبلې پيدا کولو کومه آله شتون نه لري دداسي ړانده لپاره لازمي ده ،چي دليدونکي کس دقبلې په تعين کي تقليدوکړي.
ددغه مرتبې لرونکي کس ته هيڅ جايزه نه ده ،چي ددلائلو په بحث ځان مشغول  کړي يا دا ،چي راجح قول په خپل فکر سره پيدا کړي او بيا په هغه عمل وکړي ځکه داسي کس ددې جوګه نه دئ ،چي دمجتهدينو دلايل سره پرتله کړي او بيا پردې پرېکړه وکړي ،چي دغه قول  راجح دئ او دامرجوح دئ ، دغه کس ته فقط دومره پکار ده ،چي دکوم مجتهد شخصي تقليدوکړي او عمل په وکړي ترداسي بريده که داسي کس ته يو حديث په مخه ورغلى ،چي دده دامام دنظر سره مخالف و بيا هم دده لپاره لازمي او فرض ده ،چي  دخپل امام تقليد وکړي اودحديث په اړه دي  داسي فکر وکړي ،چي زه دحديث په مفهوم پوه سوى نه يم او يا دي  داسي فکر وکړي ،چي زما دامام سره حتما داسي قوي دليل سته ،چي تردې حديث قوي دئ .
که څه هم په ښکاره داخبره ډېره عجيبه معلوميږي ،چي مقلد دي دحديث عمل پريږدي دمجتهد قول دي عملي کړي او دحديث دي تاويل کړي مګر  د داسي مقلد لپاره ،چي اوس موږ بحث کوو بله چاره نسته ځکه که دغه ډول مقلد په حديث عمل کولو باندي اجازه ورکړل سي اوددې اجازه ورکړل سي ،چي هر کله دي دخپل امام قول دحديث څخه مخالف وليدئ دامام قول پرېږده په حديث عمل کوه نو يو لوى تاوان به رامنځته سي او پايلي به يې ډيري خطرناکه وي ، بالاخره به دغه کس په يولويه ګمراهي کي لوېدلى وي ځکه دقران او حديث څخه دمسائلو استنباط خوار  وسيع ، عميق او پراخ فن دئ که ديو کس ټول عمر هم په دغه فن کي مصرف سي بيا هم ورته ګرانه ده ،چي دقران او حديث څخه دي دمسائلو استنباط وکړي ځکه ډېر وخت داسي پيښيږي ،چي ديوه حديث څخه يو مفهوم ثابت سي مګر دقرآن او حديث دنورو دلايلو په رڼا کي بېخي بل مفهوم ثابت سي اوس نو که ،چيري يو عام سړى دحديث په ليدلو سره دحديث په ظاهري معنا باندي عمل وکړي ددې څخه به ډول ، ډول ګمراهياني پيدا سي.

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: