ډېره مننه! ستاسې تبصره ولېږل سوه او تر کتلو وروسته به پر ليکه سي.
حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ ۷ برخه
ليکوال: حماد
څانګه: تعلیم القران راډیو ژوندی نشرات
نېټه: June 1, 2015

حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ ۷ برخه:
د مذهب پریښوولو په صورت کي دخطاوتلو ښکار مثال
شيخ الاسلام محمد تقي صاحب په خپله لیکنه کي زياتوي: دلاروښانتيا لپاره ويلاى سم ،چي زما خپله تجربه ده ،چي څوک دقرآن او حديث باندي په عميق ډول پوه نه وي او عميقه مطالعه يې نه لري دحديثو کتابونه مطالعه کړي او بيا عمل ورباندي کوي دداسي کس څخه به ستره اشتباه سوې وي لار ورکى او ګمراه سوى به وي  ځکه زما يودوست ،چي تعليم لرونکى او دمطالعې سره يې هم زياته مېنه درلوده  په ځانګړي ډول دحديثو مطالعه يې بېخي  زياته کول  ، دده په ذهن کي داشي کښېناستلى  و ،چي که زه کوم حديث پيدا کړم ،چي دحنفي مذهب ځخه مخالف وي نو زه به په حديث عمل کوم او مذهب به پرېږدم ، يوه ورځ يې زما په  مخکي يو چاته وويل ،چي دانسان ددبري څخه ،چي کوم باد راووزي ،چي اواز او ږغ ونه لري اودس نه په ماتيږي ده ،چي دا خبره وکړه زه پوه سوم ،چي دا غريب په حديث  نه دئ پوه سوى ما ډيري خبري ورته وکړې  ده په جواب کي  راته وويل ،چي زه څنګه ترحديث تېر سم ما په حديث کي ليدلي دي ،چي دغه ډول باد اودس نه ماتوي ، بيا ما په پوره تفصيل بيان ورته وکړ، ،چي ته په حقيقت نه يې پوه سوى دحديث مفهوم داسي نه دئ لکه تا،چي فهمولى دئ، ده په جواب کي راته وويل ،چي داخو زه دډېره وخته په دې عقيده ،چي دغه باد اودس نه ماتوي ، خداى خبر ،چي داسي ما څومره لمونځونه کړي وي يعني څومره لمونځونه به مي بې اودسه کړي وي.
داچي نوموړى کس په دومره لويه غلطي اخته سوى و، لامل يې داوو ،چي ده خوارکي دترمذي  شريف لاندي حديث ليدلى و:
عن ابي هريرة رض ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال : لاوضوء الا من صوت او ريح.
ژباړه : دابي هريرة رض څخه  روايت سوى دئ ،چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي يوازي دهغه باد څخه اودس سته  ،چي ږغ ولري او  يابوى  ولري.
دپورتني حديث ترڅنګ يې لاندي هم ليدلى دئ:
اذا کان احدکم في المسجد فوجد ريحا بين اليتيه فلايخرج حتى يسمع صوتا او ريحا.( )
 ژباړه : کله ،چي ستاسو څخه يو کس دخپلوکوناټو په منځ کي باد محسوس کړي نو تر هغه دي دمسجد څخه نه  وزي څو ،چي ددغه باد ږغ يې نه وي اورېدلى او يا يې بد بوى  نه وي  محسوس کړى.
هغه  زما دوست ددغه حديث دظاهرالفاظو څخه دامقصد ترلاسه  کړى و ،چي څوک که دباد احساس وکړي نو ترهغه يې اودس مات نه  دئ څو ،چي ددغه باد ږغ يې اورېدلى نه  وي او  يا يې بد بوى  محسوس  کړى نه وي ، حال داچي  دټولو فقهاوو پر دې خبره اتفاق  دئ ،چي دغه حديث او ددغه حديث مفهوم دهغه چا لپاره دئ ،چي وسواسي او ډېر ژر يې  په  اودس ماتېدو کي  شک پيداکېږي نو ددغه کس لپاره داحکم دئ ،چي تر  هغه پوري يې اودس نه  ماتيږي څو ،چي  دباد وتلو يې داسي يقين نه وي راغلى لکه ،چي يې ږغ واوري اويايې بوى محسوس کړي يعني داچي څوک ددغه باد ږغ واوري او يا يې بوى محسوس  کړي نو يقيني  خبره ده ،چي اودس يې ماتيږي ، هغه  سړى  ،چي وسواسي وي دهغه لپاره هم داحکم دئ ،چي  هغه وخت يې  اودس ماتيږي ،چي پوره يقين يې راځي.
همدا ډول په يو بل حديث کي راځي ،چي ددغه مطلب ښه  څرنګوالى په راځي حديث په دې ډول  دئ:
اذا کان احدکم  في الصلوة فوجد حرکةفي  دبره احدث او لم يحدث فاشکل عليه فلاينصرف حتي يسمع صوتا اويجد ريحا.( )
ژباړه : که ستاسو څخه يوه کس ته په لمانځه کي په کوناټو کي حرکت محسوس سو او  داسي شک ورته پيدا سو ،چي دده به اودس مات سوى وي که يا؟ نو تر هغه پوري دي دلمانځه څخه نه ګرځي يعني اودس يې نه دئ  مات څو  ،چي اواز يې نه وي اورېدلى اويا يې بد بوى نه وي محسوس کړى.
همدا ډول په  يو بل روايت کي راځي ،چي عبدالله بن زيد رض فرمايلي : رسول  الله صلی الله علیه وسلم پورتنى جواب داسي چا ته ووايه ،چي وسواسي و دوسوسې په  ناروغۍ باندي اخته و.
خلک که مذهب پریږدي د تباهۍ لپاره یې مثالونه
شيخ الاسلام محمد تقي صاحب دپورته لیکني په تعقیب لیکي:
داچي احاديث په بېلابيلو  طريقو اوالفاظو سره  راځي  نو ،چي ټولي طريقې او الفاظ سره راجمع سي هغه کس مطلب  ځني اخستلاى سي ،چي په حديثو کي مهارت او برلاسى  ولري يوازي ،چي څوک په کتاب کي حديث ووايي او  يا يې يوازي  ترجمه ولولي په دې کار سره دحديث څخه څوک صحيح مفهوم نه  سي اخستلاى او  نه حقيقي مطلب ځني پورته کولاى سي.
همدا ډول که هر چاته دا اختيار ورکړل سي ،چي که تا داسي حديث وليدئ ،چي ستا مذهب ورسره مخالف و  نو خپل  مذهب  پرېږده په دغه حديث عمل کوه کېداى سي ،چي دغه کس ته دي دترمذي شريف لاندي حديث هم تر نظر تير سي ،چي راغلي دي:
عن ابن عباس قال  جمع  رسول الله بين الظهر والعصر وبين المغرب والعشاء بالمدينة  من غير خوف ولامطر ، قال فقيل لابن  عباس ما اراد بذالک؟ قال : اراد ان لاتحرج امته.( )
ژباړه : دابن عباس رض څخه روايت دئ ،چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدينه منوره کي دماپښين او مازديګر  لمونځه يوځاى وکړه ، دماښام او ماخوستن لمونځه يې يوځاى وکړه ،هيڅ وېره او باران هم نه وو، چا دابن عباس رض څخه پوښتنه وکړه  ،چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ولي داکار وکړ؟ څه حکمت  يې پکښي و؟ ابن عباس رض وفرمايل: درسول الله صلی الله علیه وسلم داکار ددې لپاره و ،چي دده مبارک پر امت  باندي څه  تکليف رانسي.
دپورتني حديث دښکاره الفاظو څخه داسي معلوميږي ،چي هر څوک کولاى سي ،چي په کور کي  وي دعذر ، ويري او سفر پرته د ماپښين لمونځ دمازديګر په وخت کي دمازديګر دلمانځه سره يوځاى وکړي  او د ماښام لمونځ دماخوستن په وخت  کي دماخوستن دلمانځه سره يوځاى وکړي .
کله ،چي څوک پورتنى حديث تر نظر  تير کړي او  بيا خپل مذهب وګوري ،چي ددې حديث سره مخالف وي نو دى وايي ،چي زه خپل مذهب نه منم زه په دې حديث عمل کوم حال داچي څلور واړه مذهبونه او اهل حديث په يوه خوله پردې باور دي ،چي دعذر پرته جمع بين الصلاتين يعني ددوو لمونځونو په يوه وخت کي جمع کول ناجايز دي.
څرګنده خبره ده ،چي دقرآن  اوحديث په رڼا کي نه يوازي داحنافو بلکي دڅلور واړه مذهبونو او اهل حديثو له آنده  پورته حديث پر جمع صوري  باندي محمول دئ.( )
حقيقت  دادئ ،چي دپورتنى حديث  مطلب دادئ ،چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دماپښين لمونځ په آخر وخت کي ادا کړ، اودمازديګر لمونځ يې په او ل وخت کي ادا کړ، ددې مطلب داوو ،چي خپل امت ته داتعليم ورکړي ،چي په لومړى  وخت کي هم يومسلمان لمونځ ادا کولاى سي او په اخر کي يې  هم  ادا کولاى سي څو دمسلمانانو څخه تکليف پورته سي ،همدا ډول رسول الله صلی الله علیه وسلم دماښام اوماخوستن په لمونځونو کي پورته کړنه ترسره کړه، په ښکاره داسي معلوميږي ،چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه  لمونځونه  پر يوه ځاى باندي ادا کړه مګر په حقيقت کي يې په دوو  وختونو کي ادا کړه همدې کار ته جمع صوري ويل کېږي.
پورته ،چي دوه حديثونه ذکرسوه يوازي دنمونې لپاره وه که نه نو داسي ډېر احاديث سته ،چي  څوک په قرآن او حديث کي پوره مهارت نه لري او  دا حديث وګوري نو خامخا به تېروتنه وکړي په غلطۍ به اخته سي ، همدا لامل دئ ،چي علماء وايي : کوم کس ،چي په ديني علومو کي پوره برلاسى نه لري هغه ته پکارده ،چي دحديث مطالعه دماهر استاد دلارښووني پرته ونه کړي.

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: