ډېره مننه! ستاسې تبصره ولېږل سوه او تر کتلو وروسته به پر ليکه سي.
حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ ۸ برخه
ليکوال: حماد
څانګه: تعلیم القران راډیو ژوندی نشرات
نېټه: June 2, 2015

حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ ۸ برخه:
که ظاهرا خپل مذهب دحدیث خلاف ولیدل سي په دې معنا نه دئ، چي مذهب نو حدیث دلیل نه لري:
شیخ الاسلام صاحب زیاتوي: تر پورتنيو خبرو وروسته داخبره هم درسره ياد لرئ ،چي ديوه مجتهد امام تقليد هغه وخت کېداى سي ،چي دقرآن او حديثو په دلايلو کي تعارض محسوس سي ، همدا وجه ده ،چي کله په يوه مسئله کي دامام ابوحنيفة او امام شافعي ترمنځ اختلاف وي معلومه خبره ده ،چي ددغه دوو امامانو دواړو سره دلايل سته.
دتقليد کولو موخه داده ،چي که څوک دراجح او مرجوح دلايلو توپير نه سي کولاى هغه ته پکارده ،چي مذهبونو څخه دي ديوه مذهب تقليد وکړي .
داچي په يوه اختلافي مسئله کي  دامام ابوحنيفة او امام شافعي دواړو سره دلايل سته يعني هر يو دځان لپاره آيت يا حديث دليل لري نو ته ،چي په ديني علومو کي پوره معلومات نه لري ناڅاپه پر هغه حديث برابر سوې ،چي امام شافعي دليل په ويلى دئ تاته نو پکار نه ده ،چي ته  دامام ابوحنيفة مذهب پرېږدې ځکه تاته مخکي هم دا معلومه ،چي امام شافعي خامخا يو دليل لري داچي امام ابوحنيفة دغه دليل پرې ايښى دئ خامخا بل دليل لري هغه داسي دليل دئ ،چي د امام شافعي تر دليل قوي او ټينګ دئ ته نو داسي مه کوه ،چي ددواړو امامانو دلايل دي نه وي مطالعه کړي خپل مذهب پرېږدې بلکي دلته ،چي موږ د کومي درجې دمقلد بحث کوو هغه داسي مقلد دئ ،چي د دلايلو د توپير او تميز وړتيا نه لري يعني دا نه سي معلومولاى ،چي د دواړو امامانو دلايل سره پرتله کړي او بيا دي يو دليل قوي او راجح وبولي او بل دليل دي ضعيف او مرجوح وبولي ځکه مخکي موږ وويل ،چي ددغه درجې مقلد د توپير او تميز  وړتيا نه لري نو ځکه ده لره پکار ده ،چي يوازي دخپل امام تقليد وکړي او کله که يې داسي دليل وليدئ ،چي دده دمذهب خلاف و ورته پکار ده ،چي ووايي : دا داسي دليل دئ ،چي زه يې پوره په مفهوم نه يم پوه سوى اويا يې په محمل باندي زما عقل نه دئ رسېدلى.
د مذهب په حقیقت دپوهاوي لپاره یو مثال
ددې مثال داسي دئ لکه ،چي څوک ځان ديو هيوادپه قانون پوهول غواړي نو داسي نه کوي ،چي پر خپل سر باندي کتابونه مطالعه کړي بلکي دخپل سري کتابونو پرځاى يو قانون پوه ته ورځي دهغه څخه زده کړه کوي،که دغه کس د يوه داسي قانون پوه څخه  زده کړه کړې وي ،چي دهغه پوهه منل سوې وي ، پوښتونکي کس ته هم داثابته وي ،چي دغه کس زما سره دوکه نه کوي بلکي په صحيح ډول قانون راته  ښيي اوس نو که دغه قانون پوه ده ته دقانون دکوم ټکي وضاحت اوڅرنګوالى کړى وي نو دى پوره  اعتماد باندي کوي ، که نوموړي کس ته ،چيري يو ځاى کوم کتاب په لاس ورسي او په هغه کتاب کي داسي يوه جمله وويني ،چي دقانون پوه دوينا سره په ټکر کي  وي  نو ده ته پکار نه ده چى دى دا ووايي ،چي قانون پوه پر غلطه باندي دئ ددې کتاب خبره صحيح ده بلکي ورته پکارد ه ،چي داسي فکر وکړي ،چي دقانون پوه خبره درسته ده اوزه په هغه عمل کوم داچي په دې کتاب کي دقانون دخبري خلاف وينا سوې ده نو اصلا زه ددې کتاب په جمله نه يم پوه سوى اوصحيح مطلب مي نه دئ ځني اخستى ځکه دقانون دکتابونو څخه هرڅوک صحيح مطلب نه سي پورته کولاى بلکي ددې کار لپاره پوره مهارت او تجربې ته اړتيا سته.
پورتنى مثال  پر قرآن او حديث  باندي صادقيږي يعني داچي څوک دقرآن او حديث څخه د شرعي احکامواستنباط کوي کلکه دې ته اړتيا لري ،چي په ديني علومو کي پراخ مهارت اوبرلاسى ولري همدا لامل دئ ،چي زموږ علماوو  فرمايلي دي : عاموخلکو ته هيڅ  اجازه نسته ،چي مستقيما دقرآن او حديث څخه دمسائلو استنباط وکړي بلکى دوى ته پکار ده ،چي فقيهو علماوو ته رجوع وکړي.
مفتي که عام سړي ته غلطه فتوا ورکړې عام سړی ګناهکار نه دئ
 که  فرضا يو عام سړي ته يوه مفتي غلطه فيصله ورکړې وي نو ددې مسئلې دغلطتيا ګناه پر عام سړي نسته بلکي ګناه يې پرمفتي ده او  که عام سړى پر خپل سر باندي د حديثونو مطالعه وکړي او د خپل سوال جواب مستتقيما د قرآن او يا حديث څخه واخلي او دى په خپله دغه جواب کي تېروتلى وي نو ګناه يې پر ده باندي ده ځکه د قرآن او حديث څخه مستقيما دمسائلو استنباط دده کار  نه وو  بلکي دده کار داوو ،چي ديوه مفتي څخه دخپلي پوښتني جواب وغواړي.
د پورتنى خبري دلاروښانتيا په موخه ويلاى سو ،چي زموږ دجمهورو علماووله آنده په ښکر لګولو سره روژه نه ماتيږي ، يو ناخبره کس دمفتي څخه دښکر لګولو په اړه پوښتنه وکړي ،چي روژه په ماتيږي اوکه يا؟ مفتي صاحب په غلطۍ سره ورته وويل ،چي هو روژه ماته ده ، سړي فکر وکړ، ،چي روژه دي ماته سوه ولاړى خوراک اوڅيښاک يې وکړ، دغه کس ،چي روژه يې ماته نه وه په قصدي توګه يې خوراک او څيښاک وکړ، په اړه يې هدايه ووايي ،چي پر دغه کس باندي يوازي قضا سته او کفاره باندي نه سته وجهه يې داسي بيانوي:
لان الفتوا دليل شرعي في حقه.
ژباړه : ځکه ددغه عام سړي په اړه فتوا شرعي دليل دئ.
او که کوم کس دابوداود،ترمذي اونورو کتابونوهغه حديث مطالعه کړي ،چي رسول الله په روژه کي تېرېدئ پر ښکرلګونکي يې سترګي وموښتي نو وې فرمايل:
افطر الحاجم والمحجوم.( )
ژباړه : دښکرلګونکي او ورلګونګي دواړو روژه ماته سوه.
که دپورتني حديث څخه څوک دا مطلب واخلي  ،چي په ښکر لګولو سره هغسي روژه ماتيږي  نو نور شيان هم وخوري ، امام ابي يوسف فرمايي ،چي پر دغه کس باندي قضااوکفاره دواړه لازم دي ځکه پردغه کس باندي دمفتي څخه پوښتنه کول لازم وه اوده پوښتنه ونه کړه. امام ابويوسف فرمايي:
لان علي العامي الاقتداء بالفقهاء لعدم الاهتداء في حقه الي معرفة الاحاديث.( )
ژباړه : ځکه پر عامي باندي  لازمه ده ،چي دفقهاوو  تقليد وکړي ځکه دى داحاديثو څخه  دصحيح نتيجې ايستلو جوګه نه دئ.
خلاصه داچي د تقليد دغه لومړۍ درجه د عوامولپاره ټاکل سوې ده دوى ته پکار ده ،چي په هره مسئله کي د خپل امام تقليد وکړي ، په هر حالت کي دي دخپل امام په قول عمل کوي ، که يې داسي حديث پيدا کړ، چي دده د امام دوينا خلاف و نو داسي فکر دي وکړي ،چي زه ددې حديث په صحيح مطلب او مفهوم نه يم پوه سوى ،زما مذهب ،چي کوم حديث ددې مسئلې اړونده لري هغه حتما تر دغه حديث قوي دئ ،دعام سړي لپاره ددې پرته بله هيڅ چاره نسته او که داسي ونه سي نو په دين کي به ډېر سخت او شديداختلافات پيدا  سي او دا دين به پر ډېرو برخو ووېشل سي.

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: