ډېره مننه! ستاسې تبصره ولېږل سوه او تر کتلو وروسته به پر ليکه سي.
حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ ۱۰ برخه
ليکوال: حماد
څانګه: تعلیم القران راډیو ژوندی نشرات
نېټه: June 4, 2015

حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ لسمه برخه:
د عالم لپاره په یوه مسئله کي دپرېښوولو اړونده د اشرف علي تهانوي لیکنه
دپورتنۍ مسئلې ښه تحقيق مولانااشرف علي تهانوي کړى دئ موږ په دې ځاى کي دده مبارک اړونده عبارت ټکي په ټکي رانقلوو که څه هم عبارت اوږد سي پروا يې نه کوو ځکه دده عبارت دموضوع اصلي مغزدئ ،حضرت مولانا اشرف علي تهانوي فرمايي:
که کوم عالم ،چي ذکي الفهم، وسيع النظر او دقيق نظر لرونکى وي او ورته څرګنده سوه او يا عام سړي ته ديوه تقوا لرونکي عالم دڅېړني څخه دزړه له  صدقه څرګنده سوه ،چي دوهم لوري راجح دئ په دې ځاى کي دي وکتل سي ،چي مرجوح لورى هم کوم شرعي دليل لري او که يا؟ که يې دليل درلودئ په دې صورت کي که ددې وېره وه ،چي په خلکو کي به فتنه ، شر اوفساد منځته راسي نو د ژغورلو په موخه دي بيا هم په مرجوح قول باندي عمل وکړي او دليل يې لاندي حديث دئ:
حضرت عايشة فرمايي ،چي رسول الله ص وفرمايل: تاته نه ده معلومه ،چي ستا قوم قريشو مکه مکرمه پر هغه بنياد نه ده جوړه کړې کوم ،چي ابراهيم جوړه کړې وه؟ عايشة وايي : ما ورته وويل: اې دالله رسوله! تاسو يې بېرته پر هغه طريقه جوړه کړئ کومه ،چي دابراهيم طريقه وه؟ رسول الله ص په جواب کي ورته وفرمايل: که دقريشو زمانه کفر ته نژدې نه واى نوما به خامخا همداسي کړى واى خو زما سره دا وېره ده ،چي که زه دغه کار وکړم خلک به دستي فکرمن سي او وبه وايي ،چي وګورئ! کعبه شريفه يې ونړول نو زه داسي نه سم کولاى.
تاسو په پورته حديث کي فکر وکړئ معلومه خبره ده ،چي دکعبې جوړېدل پر ابراهيمي طريقه باندي راجح جانب دئ او نه جوړېدل يې مرجوح جانب دئ  رسول الله ص دفتنې دويري څخه مرجوح جانب غوره کړ، او په همدې مرجوح جانب يې عمل وکړ او راحج جانب يې پرېښودئ.
همدا د حضرت عبدالله بن مسعود څخه روايت سوى دئ ،چي ده مبارک يو وخت په سفر کي څلور رکعته لمونځ ادا کړ، چاپوښتنه ځني وکړه ،چي تاسو خو پر حضر ت عثمان باندي له دې امله نيوکه کول ،چي هغه به په سفر  کي څلور رکعته لمونځ اداکاوه او اوس تا خپله په سفر کي څلور رکعته لمونځ ادا کړ، دا ولي؟ ده مبارک په جواب کي وويل ،چي دا کار مي ځکه وکړ، ،چي د شر  څخه وېرېدلم نو  په دې وجهه ،چي شر اوفتنه رامنځته نه سي ځکه مي څلور رکعته لمونځ ادا کړ.
په پورته روايت کي که وکتل سي معلومه خبره ده ،چي د عبدالله بن مسعود په آند په سفر کي څلور رکعته لمونځ کول مرجوح قول دئ او دوه رکعته لمونځ کول راجح قول دئ ده مبارک له دې امله ،چي فتنه رامنځته نه سي  اوشر پېښ نه سي په مرجوح قول يې عمل وکړ او راجح قول يې پرېښودئ.
په هرصورت  د پورته روايتونو څخه معلوميږي ،چي که د شر او د فتنې د پېښېدو وېره وه نو په مرجوح قول باندي عمل کول هم جايز دئ بلکي  غوره او اولي کار دئ.
که ،چيري داسي وو ،چي په مرجوح قول باندي دعمل کېدو لپاره هيڅ لاره نه وه يعني داچي واجب پاتېدئ  د واجب پاتېدو ګناه رامنځته کېدل ،د مرجوح قول لپاره دقياس پرته بل دليل نه وو او د راجح قول لپاره صحيح حديث د دليل په توګه موجود و په داسي حالت کي  دشک پرته په صحيح حديث باندي عمل کېږي او تقليد په دغه  وخت کي بېخي جايز نه دئ ځکه اصل دين قرآن او حديث دئ ، د تقليداصلي مقصد  هم دادئ ،چي په قرآن او حديث باندي په صحيح ډول ، سلامتۍ او اسانۍ سره عمل راسي ،په داسي حالت کي  ،چي دراجح قول لپاره قوي ، صريح او صحيح حديث موجود وي ، دمرجوح قول لپاره هيڅ دليل موجود نه وي بيا هم په مرجوح قول باندي عمل کول او تقليد په وجه ټينګ پر درېدل  دهغه تقليد بلل کېږي ،چي په قرآن حديث او  اودعلماوو په ويناووکي يې بدي بيان سوې ده ، پاته دي نه وي ،چي يوه خبره لازمي ده هغه داچي په داسي مسئله کي ،چي تقليد پرېښودل سي د خپل امام په وړاندي ګستاخي ، بې ادبي او يا په زړه  کي بدګماني ،چي زماامام د حديث څخه مخالفت کړى دئ جايز کار نه دئ  ځکه کېداى سي ،چي دا حديث ده ته رسېدلى نه وي ، يا په  ضعيف سند سره ورته رسېدلى وي او يا ده په کومه شرعي قرينه ماول کړى وي له همدې امله دى معذور بلل کېږي ، بې ادبي ورسره کول او يا بدي خبري ورته کول جايز کار نه دئ ، داخبره هم بايد ياده سي ،چي د امام په علمي کمال کي نقص پيدا کول هم بې ادبي ده ځکه داسي پېښ سوي دي ،چي لوړو او مخورو اصحابانو ته تر يو وخته پوري احاديث نه وه رسېدلي ، د دوى د دغه حديثونو نه رسېدل د دوى علمي کمال کوم تاوان نه دئ رسولى او  نه چا ددوى پر علمي کمال باندي دنقص خبره کړې ده سره ددې ،چي د دوى علمي کمال منل سوى وو.
همدا ډول هغه  مقلد ته  بد رد ويل جايز نه دي ،چي د خپل امام پر خبره کلک ولاړ وي ، کلک مقلد وي او دده ګومان  داوي ،چي دده دامام خبره د حديث څخه مخالفه نه ده او  دده سره هم دومره علم  نه وي ،چي دحديث او د خپل امام دقول تر منځ دي  توپير وکړي ، په پوره تفصيل دي يې پوه سي ، دغه مقلد د حديث صحت ته هم قايل وي مګر  دده پر خپل امام باندي نېک ګومان وي ،چي زما امام دشريعت حکم دقرآن او حديث سره برابر کړى دئ زه د خپل امام د قول پوره اطاعت کوم، داسي مقلد ته بد رد ويل جايز نه دئ ځکه دى هم په شرعي دليل باندي متمسک دئ او دايې هوډ دئ ،چي د شريعت اتباع وکړي.
همدا ډول هغه چا ته هم بدرد ويل جايز نه دي ،چي د يوه قوي حديث په وجه يې دخپل امام تقليد په يوه خاصه مسئله کي پرې ايښى وي ځکه داسي اختلاف داسلافو علماوو څخه را روان دئ د دغه اختلاف اړونده علماوو ويلي دي :
خپل مذهب ظـناً صواب ګڼل او محتمل خطاګڼل، بل مذهب ظـناًخطا ګڼل اومحتمل صواب ګڼل .
يعني داچي په غالب ګومان باندي خپل مذهب حق ګڼل اوپه لږ شک او احتمال سره خطا ګڼل ، بل مذهب په غالب ګومان سره خطا ګڼل او په لږ شک اواحتمال سره حق ګڼل.
د پورته خبري څخه هغه نيوکه هم دفعه سوه ،چي ټول مذهبونه حق دي نو بيا ولي پر يوه مذهب باندي عمل وکړل سي؟
لنډه داچي کله داخبره ثابته سوه ،چي بل  هم دصواب احتمال لري نو دچا تضليل ، تفسيق کول او يا د بدعتي او وهابي لقب ورکول جايز نه دي ، همدا ډول دهغو سره حسد او عناد جايز نه دئ ، دهغو  غيبت کول ، طعن او لعن پر ويل هم جايز نه دي.
دايوه خبره لازمي ده هغه داچي که څوک په عقايدو کي مخالفت وکړي او يا په اجتماعي اسلامي شيانو کي مخالفت وکړي او يا سلف صالحينو ته بد رد ووايي داسي کس داهل  السنت والجماعت له  ډلي څخه  وتلى دئ ځکه اهل السنت والجماعت هغه  کسان دي،چي په عقايدو کي اصحابانو  پر طريقه روان وي  ددوى مبارکانو دعقايدو څخه هيڅ مخالفت نه کوي له همدې امله داسي څوک داهل سنت والجماعت څخه وتلى دئ او دبدعتيانو په ډله کي داخل دئ همدا ډول هغه څوک هم  ډېر بد دئ  ،چي په  تقليد کي زياتى کوي ، دقران او حديث په  مقابل کي تقليد غوره کوي قرآن  او حديث پرېږدي ، ددغه دواړه ډلو څخه په کلکه بايد ځانونه وساتل سي او ددوى سره دمناظرې ، خبرو او استدلال څخه هم بايد ځانونه وساتل سي.( )
حقيقت دادئ ،چي مولانا تهانوي دالله په مرسته داسي داعتدال لاره څېړلې اوبيان کړې ده ،چي که دزړه له کومي عمل په وکړل سي دمسلمانانو ډېري خپل منځۍ شخړي او جنجالونه به له منځه ولاړ سي.
دپورته شرطونو په شتون کي متبحر في  مذهب عالم کولاى سي ،چي په يوه مسئله کي ،چي قوي صريح او صحيح حديث دليل ولري دخپل امام څخه مخالفت وکړي ، سره ددې ،چي دغه عالم په دغه مسئله کي دخپل امام څخه مخالف سو خو بيا هم په ټوليزه توګه ورته مقلد عالم ويل کېږي، لکه ،چي ډېرو حنفي علماوو په ډېرو مسئلو کي دامام ابوحنيفة قول پرې ايښى دنورو علماوو پر قول يې فتوا کړې ده دمثال په ډول امام ابوحنيفة فرمايي: دانګورو پرته که دنورو شيانو دشرابو څخه دومره قدر وڅيښل سي ،چي محض قوت په حاصل سي جايز دئ ، دامام ابوحنيفة ددغه قول څخه فقهاء کرام مخالف دي دخپل امام قول يې پرې ايښى دئ دنورو مذهبونو په رڼاکي يې دټولو شرابو پر حرمت باندي پرېکړه کړې ده او کوم شراب ،چي په کمه اندازه امام ابوحنيفة جايز کړي دي دوى حرام بللي دي ، همدا ډول دامام ابوحنيفة پر مذهب باندي زراعت  (بزګري) جايز کار نه دئ ، مګر دده مبارک ددې قول څخه احناف علماء اوښتي دي او پرېکړه يې کړې ده ،چي په بزګري کي دحاصل متناسب (ټاکلې برخه) اخيستل روا کار دئ.
دادوه مثالونه ،چي ذکر سوه دا داسي مسئلې دي ،چي دټولو متاخرينو علماوو پر اتفاق دئ که نه نو په انفرادي ډول داسي ډېري مسئلې سته ،چي فقهاوو ديوه صحيح حديث په وجه خپل مذهب پرې ايښى وي او په حديث يې عمل کړى وي خو داخبره ډېره لازمي ده ،چي داډېر نازک کار دئ هر چا ته دا پکار نه ده ،چي ځان ته دي متبحر عالم ووايي او ځان دي ددې منصب څښتن او اهل وګڼي ځکه دا کار هرڅوک نه سي کولاى هيچا ته جايزه نه ده ،چي دپورته شرايطو دپروا او رعايت پرته په شرعي احکامو کي لاس وهنه او تصرف وکړي.

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: