ډېره مننه! ستاسې تبصره ولېږل سوه او تر کتلو وروسته به پر ليکه سي.
حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ ۱۱ برخه:
ليکوال: .
څانګه: تعلیم القران راډیو ژوندی نشرات
نېټه: June 7, 2015

حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ ۱۱ برخه:
مجتهد في المذهب ( دتقلید دريمه درجه)
دتقليد دريمي درجې ته مجتهد في المذهب تقليد ويل کېږي مجتهد في المذهب هغه چا ته ويل کېږي ،چي داستدلال او استنباط په بنسټيزو مسائلو کي ديوه مجتهد په مطلق ډول سره مقلد وي مګر دهغو اصولو او قواعدو لاندي په کښته جزي مسائلو کي ددې اهليت او وړتيا لري ،چي په مستقيم ډول سره دقرآن ،حديث او داصحابانو داثارو څخه دمسائلو استنباط وکړي ، له همدې  امله داسي عالم دخپل امام سره په ډېرو فروعي مسائلو کي اختلاف لري خو په ټوليزه توګه داصولو په لحاظ داسي چا ته مقلد ويل کېداى سي لکه په بحنفي فقه کي امام ابويوسف او امام محمد ، په شافعي فقه کي امام مزني او امام ابوثور ، په مالکي فقه کي امام سخنون او امام ابوالقاسم ، په حنبلي فقه کي ابراهيم الحربي او امام ابوبکر الاثرم.
ابن العابدين دپورتنيو علماوو دپېژندګلوۍ په اړه داسي ليکي:
الثانية طبقة المجتهدين في المذهب کابي يوسف ومحمد وسائر اصحاب ابي حنيفة القادرين علي استخراج الاحکام عن الادلة المذکورة على حسب القواعد التي قررها استاذهم ، فانهم وان خالفواه في بعض احکام الفروع ولکنهم يقلدونه في قواعد الاصول.( )
ژباړه : دوهمه طبقه مجتهدين في المذهب دي لکه ابويوسف ، امام امحمد او دامام ابوحنيفة نور اصحاب ،چي داحکامو پر استنباط باندي ديادو دلايلو په رڼا کي  توانايي لري دهغو اصولو پر بنسټ ،چي استاذانو ورته ټاکلي دي ، دغه علماء که څه هم په فروعي مسائلو کي دخپلو امامانو څخه مخالف دي مګر دوى په اصولو کي دخپلو امامانو تقليد کوي او مقلدين ورته ويل کېږي.
همدا لامل دئ ،چي مجتهد في المذهب ته داصولو په لحاظ مقلد ويل کېږي او دفروعو په لحاظ مجتهد ورته ويل کېږي. همدا وجه ده ،چي دامام ابويوسف او امام محمد سره ددې ،چي حنفيان دي بيا هم دامام ابوحنيفة سره په ډېرو فروعي مسائلو کي اختلاف لري.

دمجتهد مطلق تقليد( دتقلید څلورمه درجه)
دا دتقليد وروستۍ اواخره درجه ده ، مجتهد مطلق هغه کس ته ويل کېږي ،چي په ده کي داجتهاد ټول شرطونه موجود وي ، نوموړى عالم دخپل علم او فهم په مټ کولاى سي ،چي داستدلال اصول دقرآن اوحديث څخه وضع کړي ، تر دغه اصولو لاندي کولاى سي ،چي شرعي احکام دقرآن او حديث څخه استنباط کړي لکه امام ابوحنيفة ، امام شافعي ، امام مالک ،امام احمد بن  حنبل او داسي نور وتلى علماء ، دغه علماء که څه هم په فروعي او اصولي مسائلو کي مجتهدين بلل کېږي مګر بيا هم دوى ته يو ډول مقلدين ويل کېږي ځکه کومه مسئله  ، چي په څرګند ډول په قرآن او حديث  کي واضح سوې نه وي نو د غه علماء  ددې پرځاى ،چي دخپلي رايي او قياس څخه کار واخلي او فيصله وکړي هڅه کوي ،چي دمبارکو اصحبانو څخه داسي قول يا فعل پيدا کړي ،چي داړونده مسئلې حل پکښي وي ،  که دوى ته ديادي مسئلې دحل لپاره داصحابانو مبارکانو قول يا فعل په لاس ورغلى نو دوى دخپلي رايي او قياس پرځاى ددغه اصحابانو دقول يا فعل په رڼا کي فيصله کوي او  ددې لپاره زيات شمېر مثالونه هم سته ،چي ځيني  يې  په لاندي ډول دي:
١: لومړى مثال هغه مکتوب دئ ،چي حضرت عمر دقاضي شريح په نوم ليکلى او استولى و، امام شعبي دغه بيان په لاندي ډول کوي:
عَنِ الشَّعْبِىِّ عَنْ شُرَيْحٍ : أَنَّ عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ كَتَبَ إِلَيْهِ : إِنْ جَاءَكَ شَىْءٌ فِى كِتَابِ اللَّهِ فَاقْضِ بِهِ وَلاَ تَلْتَفِتْكَ عَنْهُ الرِّجَالُ ، فَإِنْ جَاءَكَ مَا لَيْسَ فِى كِتَابِ اللَّهِ فَانْظُرْ سُنَّةً عَنْ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَاقْضِ بِهَا ، فَإِنْ جَاءَكَ مَا لَيْسَ فِى كِتَابِ اللَّهِ وَلَمْ يَكُنْ فِيهِ سُنَّةٌ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَانْظُرْ مَا اجْتَمَعَ عَلَيْهِ النَّاسُ فَخُذْ بِهِ ، فَإِنْ جَاءَكَ مَا لَيْسَ فِى كِتَابِ اللَّهِ وَلَمْ يَكُنْ فِى سُنَّةِ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- وَلَمْ يَتَكَلَّمْ فِيهِ أَحَدٌ قَبْلَكَ فَاخْتَرْ أَىَّ الأَمْرَيْنِ شِئْتَ : إِنْ شِئْتَ أَنْ تَجْتَهِدَ رَأْيَكَ ثُمَّ تَقَدَّمَ فَتَقَدَّمْ ، وَإِنْ شِئْتَ أَنْ تَأَخَّرَ فَتَأَخَّرْ ، وَلاَ أَرَى التَّأَخُّرَ إِلاَّ خَيْراً لَكَ.( )
ژباړه : حضرت شريح فرمايي: ماته عمر يو ليک راولېږئ په ليک کي يې راته ليکلي وه : که ،چيري تاته کومه مسئله راسي نو که يې حل په قرآن کي و نو دقرآن په رڼا کي يې پرېکړه وکړه خو دخلکو شخصي رايي تا دقرآن دفيصلې څخه ونه باسي او که په قرآن کي دغه مسئله حل نه وه نو بيا درسول الله سنتو ته رجوع وکړه او دسنت رسول الله په رڼا کي پرېکړه وکړه ، که داسي مسئله درته راغله ،چي په قرآن او حديث کي يې حل نه و نو بيا يې پر داسي ډول باندي حل کړه ،چي مخکني خلک پر متفق سوي وي او عمل په وکړه،  که داسي مسئله درته راغله ،چي په قرآن او حديث کي نه وه او نه درتا وړاندي کوم  چا په دې اړه پرېکړه کړې وه نو بيا يوه ددې دوو خبرو څخه  ياد وساته  ياداچي دغه مسئلې دخپلي رايي مطابق حل کړه او يا ځان ځني وساته او زه ستا لپاره دا وروستۍ خبره خوښوم.
تاسو وګورئ سره ددې ،چي حضرت شريح مطلق مجتهد و مګر بيا هم حضرت عمر هغه وخت دخپل نظر اجازه ورکړه ،چي داسلافو څخه داړونده مسئلې په اړه څه شي نه وي نقل سوى.
په پورته ډول دعبدالله بن مسعود څخه هم روايت مخکي دمطلق تقليد په مثالونو کي تېر سوى دئ.
٢: همدا ډول په سنن دارمي کي عبيدالله بن ابي يزيد فرمايي:
عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِى يَزِيدَ قَالَ : كَانَ ابْنُ عَبَّاسٍ إِذَا سُئِلَ عَنِ الأَمْرِ فَكَانَ فِى الْقُرْآنِ أَخْبَرَ بِهِ ، وَإِنْ لَمْ يَكُنْ فِى الْقُرْآنِ وَكَانَ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- أَخْبَرَ بِهِ ، فَإِنْ لَمْ يَكُنْ فَعَنْ أَبِى بَكْرٍ وَعُمَرَ ، فَإِنْ لَمْ يَكُنْ قَالَ فِيهِ بِرَأْيِهِ. ( )
ژباړه : دعبدالله بن عباس څخه ،چي به کله ديوې مسئلې پوښتنه وسوه نو که به دهغې مسئلې حل په قرآنکريم کي و نو ده به لومړى دقرآنکريم په رڼا کي دهغې مسئلې حل کاوه که به په قرآن کي نه و نو بيا به يې درسول الله دسنتو مطابق هغه مسئله حل کول ، که به په سنتو کي دنبي هم نه وه نو بيا يې کتل که به  دابوبکر يا عمر څخه کوم قول يا فعل ثابت و دهغه په رڼا کي به يې حل کول ، که به ددوى مبارکانو څخه څه شي ثابت نه و نو بيا به يې په خپله رايه اجتهاد کاوه.
حضرت عبدالله بن عباس مطلق مجتهد و مګر ده لومړيتوب دابوبکر او عمر قولونو ته ورکاوه او ددوى تقليد به يې کاوه ،که به دهغو څخه څه شى ثابت نه و بيا يې خپلي رايي او نظر ته رجوع کول.
٣ : همدا ډول په سنن دارمي کي روايت دي:
.... عَنِ الشَّعْبِىِّ قَالَ : جَاءَهُ رَجُلٌ يَسْأَلُهُ عَنْ شَىْءٍ ، فَقَالَ : كَانَ ابْنُ مَسْعُودٍ يَقُولُ فِيهِ كَذَا وَكَذَا. قَالَ : أَخْبِرْنِى أَنْتَ بِرَأْيِكَ. فَقَالَ : أَلاَ تَعْجَبُونَ مِنْ هَذَا؟ أَخْبَرْتُهُ عَنِ ابْنِ مَسْعُودٍ وَيَسْأَلُنِى عَنْ رَأْيِى ، وَدِينِى عِنْدِى آثَرُ مِنْ ذَلِكَ ، وَاللَّهِ لأَنْ أَتَغَنَّى أُغْنِيَّةً أَحَبُّ إِلَىَّ مِنْ أَنْ أُخْبِرَكَ بِرَأْيِى ( )
ژباړه : حضرت شعبي ته يو کس  راغلى ديوې مسئلې په اړه يې پوښتنه ځني وکړه ،چي شعبي جواب ورکړ  او ورته وې ويل ،چي دابن مسعود نظر په دې اړه داسي دئ ، هغه سړي ورته  وويل : په دې اړه ستا څه نظر دئ؟ ده په جواب کي ورته وويل: تاسو ولي ودې کس ته تعجب نه کوئ ؟زه ورته دابن مسعود نظر وايم  دى راته وايي په  دې  مسئله کي ستا  څه نظر دئ؟ په الله قسم کوم ،چي که ته ماته سندري ووايي ماته ددغه سندري  اورېدل تردې  ښه دي ،چي زه  خپل نظر ددغه  مسئلې په اړه ووايم.
شعبي هم مطلق مجتهد و دامام ابوحنيفة استاد و مګر ده لومړيتوب دابن  مسعود قول  ته  ورکاوه ، دهغه  تقليد ته يې تر خپل  نظر زيات اهميت  ورکاوه.
٤ : امام بخاري په کتاب الاعتصام بالکتاب والسنة کي ددې آيت په تفسير کي ،چي الله فرمايي:( واجعلنا للمتقين اماما ) دمجاهد قول تعليقا رانقل کړى دئ ،چي وايي:
ائمة نقتدي بمن  قبلنا ويقتدي بنا من  بعدنا.
ژباړه : اې الله! موږ داسي امامان جوړ کړې ،چي موږ په هغه چا پسي اقتدا وکړو ،چي تر  موږ مخکي  تېر سوي دي او په  موږ پسي هغه کسان اقتدا وکړي ،چي تر موږ وروسته  راځي.
حافظ ابن حجر فرمايي:
دمجاهد پورتنى قول ابن جرير ، فاريابي او نورو علماوو په صحيح سند سره روايت کړى دئ.
ورپسي ابن حجر دپورتنى آيت دتفسير اړونده  نور آثار هم رانقل کړي دي او بيا يې دابن ابي حاتم  په حواله دسدي دا قول هم  رانقل کړى دئ ،چي فرمايي:
ليس المراد ان نؤم الناس وانما ارادوا اجعلنا ائمة لهم في  الحلال والحرام يقتدون بنا فيه.
ژباړه : ددې مراد دا نه دئ ،چي موږ دخلکو  امامت وکړو بلکي  مراد يې دادئ ،چي اې الله! موږ په حلال او حرام کي امامان جوړ کړي ،چي دوى په موږ پسي اقتداوکړي.
ابن ابي حاتم دجعفر بن محمد داقول هم رانقل کړى دئ ،چي فرمايي:
معناه اجعلني رضا فاذا قلت صدقواني  وقبلوا مني.( )
ژباړه : (دپورتنى آيت ) معنا داده ،چي ماته په خلکو کي مقبوليت  راکړي ، کله ،چي زه خبره  وکړم خلک يې  تصديق کړي او زما څخه يې  قبوله کړي.
په هر صورت دپورتنى آيت دتفسير اړونده خو دنورو علماوو داقوالو ذکر استطردادا وسو مګر اصلي مطلب داو ،چي حضرت مجاهد خوښه وګڼل ،چي دى په پخوانيو خلکو پسي اقتداء او تقليد وکړي، دوروسته  خلکو لپاره يې هم دا خوښه کړه ،چي هغوى دي په مخکنيو امامانو پسي اقتدا وکړي سره ددې ،چي امام مجاهد مجتهد مطلق دئ او دعامو علماوو او عامو خلکو لپاره دتقليد يو مثال دئ.

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: