ډېره مننه! ستاسې تبصره ولېږل سوه او تر کتلو وروسته به پر ليکه سي.
حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ دولسمه برخه
ليکوال: حماد
څانګه: تعلیم القران راډیو ژوندی نشرات
نېټه: June 8, 2015

حنفي مذهب زما ښکلی مذهب دئ دولسمه برخه:
عام سړی به څنګه دمجتهد او غیر مجتهد عالم فرق کوي؟
موږ ويلي وه ،چي څوک خپله مستقيمًا دقرآن او حديث څخه دمسائلواستنباط نه سي کولاى نو هغه به دبل عالم ،چي دغه کار کولاى سي تقليد به يې کوي او دده پر فهم ، بصيرت او استنباط به اعتماد کوي.
پردې خبره باندي ځينو خلکو دانيوکه کړې ده ،چي څوک ديو چا تقليد کوي يعني يو عام او ناپوه سړى ،چي کله ديو چا تقليد کوي نو دى به څنګه معلوموي ،چي دغه کس يقينًا عالم او مجتهد دئ او ددې وړتيا لري ،چي دقرآن او حديث څخه مستقيمًا دمسئلو استنباط وکړي؟( )
دپوتني سوال په جواب کي يوازي موږ دامام غزالي لاندي عبارت رانقلوو او لاندنى عبارت دجواب لپاره کافي بولو:
فان قيل... العامي يحکم بالوهم ويغتر بالظواهر وربما يقدم المفضول علي الفاضل فان جاز ان يحکم بغير بصيرة فلينظر في نفس المسئلة وليحکم بما يظنه ، فلمعرفة مراتب الفضل ادلة غامضة ليس درکها من شان العوام؟ وهذا سوال واقع ولکنا نقول : من مرض له طفل وهو ليس بطبيب فسقاه دواء برايه کان متعديا مقصراضامنا ولو راجع طبيبا لم يکن مقصرا ، فان کان في البلد طبيبان فاختلفا في الدواء فخالف الافضل عد مقصرا ويعلم فضل الطبيبين بالتواتر الاخبار وباذعان المفضول له وبتقديمه بامارات تقيده غلبة الظن فکذالک في حق العلماء يعلم الافضل بالتسامع وبالقرآئن عن نفس العلم ، والعامي اهل له فلاينبغي ان يخالف الظن بالتشهي ، فهذا هوالاصح عندنا ولاليق بالمعني الکلي في ضبط الخلق وبلجام التقوي و التکليف. ( )
ژباړه : که دانيوکه وسي ،چي عام خلک په اوهامو فيصلې کوي او په ظاهري شيانو باندي دوکه کېږي ، کله داسي هم وي ،چي مفضول تر فاضل غوره ګڼي اوس نو که دبصيرت پرته دپرېکړي اجازه ورکړل سي نو په اصل مسئله کي هم په خپل ظن اوګومان سره فيصله کوي ځکه داصل مسئلې په درک کي ډېرو پېچلو او ګرانو دلايلو ته اړتياسته او دا کار عوام خلک نه سي کولاى؟
دښه پوهاوي لپاره یو څرګند مثال:
علامه تقي صاحب دپورته سوال په جواب کي یو ښه مثال په لاندي ډول ویلی دئ: ديو سړي زوى ناجوړه سي ،خپله طبيب نه وي او په خپله رايه او نظر باندي زوى ته دوا ورکړي په دغه وخت کي نوموړى کس ته ظالم اوتېرى کونکى ويل کېږي ک،چيري يې زوى ته بدي پايلي ورسېدې دى يې مسؤل دئ خو که دغه سړى خپل ناروغه زوى طبيب ته بوزي بيا پرده باندي هيڅ الزام اونيوکه نسته ، همدا ډول ک،چيري په ښار کي دوه طبيبان وي ، يوطبيب تکړه وي ، بل کمزورى وي او په خپل منځ کي په نظر کي اختلاف ولري په دغه کي که نوموړي سړي دتکړه طبيب پرځاى خپل ناروغه زوى کمزوري طبيب ته وروستى بيا تر نيوکي او الزام لاندي دئ، داچي عام سړي ته به تکړه طبيب څنګه معلوميږي ښکاره خبره ده ،چي دتکړه طبيب تکړه والى په مشهرو او متواتر خبره سره معلوميږي اويا داچي يو طبيب دهغه بل طبيب نظر او خبره ومني دستي معلوميږي ،چي هغه طبيب تکړه دئ ،چي خبره يې ومنل سوه ، دطبيب دمعلومېدو لپاره دغه دوې علامې دي ،دې ته ورته نوري هم ډېري علامې لري ،چي يو عام سړى دتکړه طبيب مهارت او پوهه ځانته په معلوموي.
دعلماوو اړونده هم دغسي پرېکړه ده يعني داچي ديوه عالم مهارت او تکړه والى دده دمشهورو او متواترو نښو څخه څرګنديږي ، عام سړي ته لازمه نه ده ،چي دعالم دعلم دي پوره تحقيق وکړي اونه هم کولاى سي، همدا لامل دئ ،چي که عام سړي ته يو عالم په خپل ګومان او نظر ښه ورغلى نو ده ته دنفسي خواهشاتو پر بنياد باندي دهغه عالم څخه مخالفت پکار نه دئ همدا طريقه زموږ په آند صحيح ده او دالله دمخلوق دقابو کولو لپاره او ددوى په شرعي احکامو کي دپابندۍ لپاره زموږ په آند دغه ډېره غوره طريقه اومناسب طرز العمل دئ.
ثابتي پايلي:
١: ثابته خبره سوه، چي هر سړى دقرآن او حديث څخه دمسائلو استنباط نه سي کولاى.
٢: هغه کسان، دعلومو څخه فارغه وي البته په فقه کي دومره برلاسى نه لري، چي دټولو مذهبونو دلايل ورته معلوم وي دا هم په امي کي داخل دئ ځکه داسي به حتما پېښه سي، چي ده حنفي مذهب حکم ليدلى وي او دليل يې نه وي ليدلى يا يې دشافعي مذهب حکم نه وي ليدلى او دليل يې ليدلى وي دغه کس که دحنفي مذهب حکم او دشافعي مذهب دليل سره پرتله کړي حتما به داخبره کوي، چي دحنفي مذهب حکم دنصوصو څخه مخالف دئ داچي پوره معلومات ورته نه وي هغه کس امي دئ خلاصه داچي هغه عام علماء، چي په ټولنه کي په دغه سويه دي دا هم اميان دي او تقليد ورباندي لازم دئ.
٣: که هر امي په خپله دقران او حديث څخه دمسائلو څخه استنباط وکړي په لويو خطراتو کي به ولويږي.
٤: علماء هم درجې لري او دهر يوه تقليد او طريقه يې بېله ده.
٥: تقليد قرآن او حديث پرېښودل نه دي بلکي دقرآن او حديث صحيحه زده کړه.
٦: بې علمه يا لږ علم لرونکى کس که خپله دقران او حديث څخه دمسئلې استنباط وکړي او خطا سي نو ګناهکار به وي او که د مجتهد څخه پوښتنه وکړي او مجتهد خطاوتلى وي پر دغه امي کس باندي ګناه نسته.
٧: هر عالم دقرآن او حديث څخه دمسئلو استنباط نه سي کولاى ځکه نو هر دکلي او کوڅې ملا مجتهد نسي جوړېداى او نه به مستقيما دقرآن او حديث څخه دمسـئلو استنباط کوي.

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: