ډېره مننه! ستاسې تبصره ولېږل سوه او تر کتلو وروسته به پر ليکه سي.
د خوبه راپورته سوم پاجامه مي لنده وه نو؟
ليکوال: .
څانګه: دارالافتاء لمونځ
نېټه: August 17, 2015

د خوبه راپورته سوم پاجامه مي لنده وه نو؟

په هرو څو ورځو کي ماته دا مشکل پیښیږي،چي راپورته سم پاجامه مي لنده وي په خوب کي مي شیطان خطا ایستل پیاد نه وي چي راکښېنم دا نه راته معلومیږي،چي دا به مني او که به مذي وي اوس زه حیران یم،چي غسل وکړم او که یا؟ یعني پر ما باندي غسل لازم دئ او که نه دئ؟

سائل:

اقبال احمد

الجواب بعون الملهم الوهاب:

احتیاطا غسل وکړه.

که څه د امام ابویوسف رحمة الله تعالی علیه دوینا مطابق غسل نسته خو دامام ابوحنیفة رحمة الله تعالی علیه او د امام محمد رحمة الله تعالی علیه قول دادئ،چي غسل واجب دئ ځکه نو تاته پکار ده،چي په احتیاط عمل وکړي او غسل وکړې.

وفي الهندیه:

وان اسْتَيْقَظَ الرَّجُلُ وَوَجَدَ علىفِرَاشِهِ أو فَخِذِهِ بَلَلًا وهو يَتَذَكَّرُ احْتِلَامًا أن تَيَقَّنَ انه مَنِيٌّ أو تَيَقَّنَ انه مَذْيٌ أو شَكَّ انه مَنِيٌّ أو مَذْيٌ فَعَلَيْهِ الْغُسْلُ وان تَيَقَّنَ انه وَدْيٌ لَا غُسْلَ عليه وان رَأَى بَلَلًا إلَّا انه لم يَتَذَكَّرْ الِاحْتِلَامَ فَإِنْ تَيَقَّنَ أَنَّهُ وَدْيٌ لَا يَجِبُ الْغُسْلُ وان تَيَقَّنَ انه مَنِيٌّ يَجِبُ الْغُسْلُ وان تَيَقَّنَ انه مَذْيٌ لَا يَجِبُ الْغُسْلُ وان شَكَّ انه مَنِيٌّ أو مَذْيٌ قال أبو يُوسُفَ رحمة اللَّهُ تَعَالَى لَا يَجِبُ الْغُسْلُ حتى يَتَيَقَّنَ بِالِاحْتِلَامِ وَقَالَا يَجِبُ هَكَذَا ذَكَرَهُ شَيْخُ الْإِسْلَامِ.

هندیه:۱\۱۵

وفي البحر:

مُسْتَيْقِظٌ وَجَدَ ثبوبه ( ( ( بثوبه ) ) ) أو فَخِذِهِ بَلَلًا ولم يَتَذَكَّرْ احْتِلَامًا وَشَكَّ في أَنَّهُ مَذْيٌ أو مَنِيٌّ يَجِبُ عِنْدَهُمَا لِاحْتِمَالِ انْفِصَالِهِ عن شَهْوَةٍ. بحر:۱\۹۸

والله اعلم

ع حماد\۳ ذوالقعده\۱۴۳۶

 

والله اعلم

ع حماد\۳ ذوالقعده\۱۴۳۶

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: