ډېره مننه! ستاسې تبصره ولېږل سوه او تر کتلو وروسته به پر ليکه سي.
پر طلاق دشاهدۍ لپاره دخاوند دحضور شرط؟
ليکوال: حماد
څانګه: دارالافتاء معاملات
نېټه: August 29, 2015

پر طلاق دشاهدۍ لپاره دخاوند دحضور شرط؟

زما خور ته خپل خاوند د څو کسانو په مخ کي درې ځلي طلاق ورکړ زه اشرفیې مدرسې ته ورغلم هغه راته وویل: شاهدان راوله شاهدان مي ور وستل خاوند یې نه حاضریږي اوس اشرفیه مدرسې والا ماته فیصله نه راکوي او راته وايي: ته به دخور خاوند خامخا راولي او هغه نه راځي دغه فیصله تاسو را ولیکئ،چي دا ښځه طلاقه ده. موږ به خپله خو ځني را وګرځوو.

سائل:

محمد معصوم

الجواب بعون الملهم  الوهاب:

پر طلاق باندي دشاهدۍ پر مهال دخاوند حاضرېدل شرط دي که خاوند حاضر نه وي دشاهدان شاهدي نه قبلیږي ، داشرفیه مدرسې دارالافتاء ته مراجعه وکړئ هغه ،چي څنګه خبره درته کړې ده هغه درسته ده.

وفي تنقیح الفتاوی الحامدیة‌:

«‌سئل‌: فیما إذا شهد رجلان ان الغائب طلق امرأته فهل تكون شهادتهما غیر مقبولة ویشترط حضور الزوج‌؟

الجواب‌: الشهادة علی الطلاق یشترط لها حضور الزوج ‌کما قید به في النهایة کما صرح بذلك التمرتاشی في فتاویه وفیه أیضاً إذا شهد شاهدان علی الطلاق والزوج غائب لا تقبل لعدم الشهادة علی الخصم ولو کان الزوج حاضراً تقبل وان لم توجد دعوی الـمرأة بطریق الحسبة وهذا في الشهادة عند القاضی». [تنقيح الفتاوي الحامدية: 1/345. ومثله في تكملة رد الـمحتار: 1/50].

وا‌لله أعلم با‌لصواب

ع حماد،  ۱۴\ذوالقعده\۱۴۳۶

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: