ډېره مننه! ستاسې تبصره ولېږل سوه او تر کتلو وروسته به پر ليکه سي.
ماته چا سرای راکړئ د وروڼو حق پکښې دئ؟
ليکوال: حماد
څانګه: دارالافتاء معاملات
نېټه: September 9, 2015

ماته حکومت سرای راکړئ د وروڼو حق پکښې دئ؟

زما پلار ژوندی وو موږ ټول دپلار په عیال کي وو دپلار سره په سرای کي اوسېدو دپلار ګټلې مو خوړل  ما ته حکومت شخصي سرای راکړئ پلار مي وفات سو موږ وروڼو ویش سره وکړئ دپلار ترکه مو سره ووېشل زما وروڼه وايي دغه سرای چي تاته حکومت درکړی دئ دغه سرای هم سره تقسیموو په دې کي زموږ حق دئ ایا ددوی پر ما باندي حق سته چي سرای ورسره تقسیم کړم او که دغه سرای یوازي زما حق دئ؟

سائل:

محبوب الله

الجواب بعون الملهم الوهاب:

که حقیقت هم داسي لکه څنګه چي تاسو پوښتنه کړې ده نو سرای ستا حق دئ ستا دروڼو حق پکښي نسته.

وَقَوْلُ الْمَجَلَّةِ ( مَعَ ابْنِهِ ) إشَارَةٌ لِهَذَا الشَّرْطِ . مَثَلًا إنَّ زَيْدًا يَسْكُنُ مَعَ أَبِيهِ عَمْرٍ و فِي بَيْتٍ وَاحِدٍ وَيَعِيشُ مِنْ طَعَامِ أَبِيهِ وَقَدْ كَسَبَ مَالًا آخَرَ فَلَيْسَ لِإِخْوَانِهِ بَعْدَ وَفَاةِ أَبِيهِ إدْخَالُ مَا كَسَبَهُ زَيْدٌ فِي الشَّرِكَةِ .درر الحکام، شرح مجلة الاحکام، مادة: ۱۳۹۸

وفي تنقيح الحامديه : .... اقول وفي الفتاوى الخيريه : سئل في ابن کبير ذى زوجة وعيال له کسب مستقل حصل بسببه اموالا ومات هل هي لوالده خاصة ام تقسم بين ورثته اجاب هي للابن تقسم بين الورثة علي فرائض الله تعالي حيث کان له کسب مستقل بنفسه  واما قول علماؤنا اب وابن يکتسبان في صنعة واحدة ولم يکن لهما شئ ثم اجتمع لهما مال يکون کله للاب اذا کان الابن في عياله فهو مشروط کما يعلم من عباراتهم بشروط منها اتحاد الصنعة وعدم مال السابق لهما وکون الابن في عيال ابيه فاذا عدم واحد منها لايکون کسب الابن للاب وانظر ما عللوا به المسئله...... الخ . تنقيح الحامدية لابن العابدين .  ج : ٢ ص : ١٧

وا‌لله أعلم با‌لصواب

عبدالهادي حماد،  ۲۴\ذوالقعده\۱۴۳۶

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: