ډېره مننه! ستاسې تبصره ولېږل سوه او تر کتلو وروسته به پر ليکه سي.
په پیچکارۍ اودس ماتیږي؟
ليکوال: حماد
څانګه: دارالافتاء لمونځ
نېټه: September 16, 2015

په پیچکارۍ اودس ماتیږي؟

که څوک د رګ پیچکارۍ لګوي خامخا وینه راوزي خو که څوک دغوښي پیچکارۍ ولګوي او هیڅ وینه را ونه وزي ایا په دغه کار سره اودس ماتیږي او که یا؟ تر کومه ځایه چي زه پوهیږم اودس نه ماتیږي که په پخوانیو  معتمدو کتابونو کي داسي جزيه پیدا سي،چي زه یې خپل مستدل جوړ کړم او بیا خلکو ته فتوا ورکړم ډېر به ښه.

سائل:

مولوي دادمحمد،  دلارام.

الجواب بعون الملهم الوهاب

ستاسو خبره درسته په پیچکارۍ اودس نه ماتیږي تر څو  وینه نه وي راوتلې.

پیچکاري د انسان بدن ته دوا دغزا په شکل داخلوي یا زهر  داخلوي څو هغه مکروب ورباندي ووژني چي ناروغي یې رامنځته کړې ده په امهات الکتب یا پخوانیو کتابونو کي یوه مسئله راغلې ده هغه داچي څوک په لمانځه کي لړم وخوري اودس یې نه ماتیږي او که یې بسم الله دډېره تکلیفه وویل نو ځیني وايي چي لمونځ یې فاسدیږي په هر صورت پیچکاري هم داسي ده لکه دلړم نېښ چي دانسان وجود ته شی داخلوي دلړم په نېښ اودس نه ماتیږي نو  په پیچکارۍ هم اودس نه ماتیږي.

وفي الْخَانِيَّةِ وَلَوْ لَدَغَتْهُ عَقْرَبُ أو أَصَابَهُ وَجَعٌ فقال بِسْمِ اللَّهِ قال الشَّيْخُ الْإِمَامُ أبو بَكْرٍ محمد بن الْفَضْلِ تَفْسُدُ صَلَاتُهُ وَيَكُونُ بِمَنْزِلَةِ الْأَنِينِ

 وَهَكَذَا رُوِيَ عن أبي حَنِيفَةَ

 وَقِيلَ لَا تَفْسُدُ لِأَنَّهُ ليس من كَلَامِ الناس

 وفي النِّصَابِ وَعَلَيْهِ الْفَتْوَى. بحر:۲\۵\شاملة

وَلَوْ لَدَغَتْهُ عَقْرَبٌ فقال بِسْمِ اللَّهِ تَفْسُدُ صَلَاتُهُ عِنْدَ أبي حَنِيفَةَ وَمُحَمَّدٍ رَحِمَهُمَا اللَّهُ تَعَالَى كَذَا في الظَّهِيرِيَّةِ وَقِيلَ لَا تَفْسُدُ لِأَنَّهُ ليس من كَلَامِ الناس وفي النِّصَابِ وَعَلَيْهِ الْفَتْوَى. هندیه:۱\۹۹

وا‌لله أعلم با‌لصواب

عبدالهادي حماد،  ۴\ذي الحجة\۱۴۳۶

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: