ډېره مننه! ستاسې تبصره ولېږل سوه او تر کتلو وروسته به پر ليکه سي.
ز ما دمضارب سره پر ونډه اختلاف دئ
ليکوال: مفتي حماد
څانګه: دارالافتاء معاملات
نېټه: November 12, 2015

.

ما یو چا ته پیسې په مضاربت ورکړي دي په داسي ترتیب چي دوې حصې به دده وي یوه حصه به زما وي اته کاله پر دغه ترتیب روان وو سږ کال هغه کس راته ووایی چي ستا ونډه پنځمه ده ځکه تا پیسې وړي دي حال داچي ما دومره پیسې وړي دي د ګټي نیمايي لا نه کیږي او موږ دا اته کاله داسي کول چي ده به هم ورداشت کاوه ما هم کاوه سړ کال چي څومره ورداشت کړی دئ ده زما د ورداشت څلور برابره کړی دئ ایا په شریعت کي زما دریمه ونډه کیږي او که پنځمه؟

سائل:

محمد کریم.

الجواب بعون الملهم الوهاب:

که حقیقت هم داسي وي لکه تا چي ووایه نو ستا حصه دریمه ده پنځمه  نه ده.

إذَا دَفَعَ الرَّجُلُ إلَى رَجُلٍ أَلْفَ دِرْهَمٍ مُضَارَبَةً وَرَبِحَ فيها أَلْفَ دِرْهَمٍ ثُمَّ اخْتَلَفَا فقال الْمُضَارِبُ شَرَطْتَ لي نِصْفَ الرِّبْحِ وقال رَبُّ الْمَالِ شَرَطْتُ لك ثُلُثَ الرِّبْحِ فَالْقَوْلُ قَوْلُ رَبِّ الْمَالِ وَإِنْ أَقَامَا جميعا الْبَيِّنَةَ فَالْبَيِّنَةُ بَيِّنَةُ الْمُضَارِبِ كَذَا في الْمُحِيطِ.

هندیه:4\224

كَرَبِّ الْمَالِ إذَا قَالَ لِلْمُضَارِبِ شَرَطْتُ لَكَ نِصْفَ الرِّبْحِ إلَّا عَشَرَةَ وَقَالَ الْمُضَارِبُ لَا بَلْ شَرَطْتَ لِي نِصْفَ الرِّبْحِ فَالْقَوْلُ لِرَبِّ الْمَالِ لِأَنَّهُ يُنْكِرُ اسْتِحْقَاقَ الرِّبْحِ وَإِنْ أَنْكَرَ الصِّحَّةَ .العنايه:9\449

.... كَرَبِّ الْمَالِ يقول لِلْمُضَارِبِ : شَرَطْت لَك نِصْفَ الرِّبْحِ إلَّا عَشَرَةَ دَرَاهِمَ وقال الْمُضَارِبُ : شَرَطْت لي نِصْفَ الرِّبْحِ ولم تَزِدْ كان الْقَوْلُ لِرَبِّ الْمَالِ.

تبين الحقايق:4\123

وا‌لله أعلم با‌لصواب

عبدالهادي حماد، ۲\محرم الحرام\۱۴۳۷

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: