دمسجد شیان په مدرسه کي کارېدلای سي؟
ليکوال: مفتي حماد
څانګه: ورځنۍ چاري
نېټه: November 22, 2015

دمسجد بالابود شیان په مدرسه کي کارېدلای سي؟

که په یوه مسجد کي زیات فرش پروت وي دمسجد دئ خو اوس مسجد اړتیا نه ورته لري یا بل شی دئ ایا کېدای سي چي دغه شی په بله مدرسه کي وکارول سي؟

سائل:

حافظ محمد شاه.

الجواب بعون الملهم الوهاب:

کوم شی چي په مسجد کي زائد وي دغه شی دي بېرته هغه چا ته ورکړي چا چي وقف کړی دئ که هغه وفات سوی وي بیا دي دغه شی دهغه وقف کونکو وارثانوته وسپاري که هغه نه وه بیا دي دغه شي مؤظف کسان خرڅ کړي دداغه مسجد پر بله اړتیا دي یې ولګوي که دغه مسجد هیڅ اړتیا نه درلوده بیا دي دغه شی په بل مسجد کي ولګوي که بل مسجد هم اړتیا نه ورته درلوده یا موجود نه وو بیا دغه شی مسکینانو او فقیرانو ته ورکړي که چیري په مدرسه کي مسکینان طالبان موجود وي ددغه شی څخه استفاده وکړي جایز دئ او که مسکینان پکښي نه وه بیا جایز نه دئ.

وفي الرد:

«قوله: «ومثله حشيش الـمسجد الخ» أي الحشيش الذي يفرش بدل الحَصْر، كما يفعل في بعض البلاد كبلاد الصعيد كما أخبرني به بعضهم. قال الزَّيلعي: وعلى هذا حصير المَسْجد وحشيشه إذا استغنى عنهما يرجع إلى مالكه عند محمد، وعند أبي يوسف: ينقل إِلى مَسْجد آخر، وعلى هذا الخلاف الرباط والبئر إذا لم ينتفع بهما ا. وصرَّح في «الخانية» بأنَّ الفَتْوى على قول محمد. قال في «البحر»: وبه علم أن الفتوى على قول محمد في آلات المَسْجد، وعلى قول أبي يوسف في تأبيد الـمسجد ا. والـمراد بآلات المَسْجد نحو القنديل والحصير»‌. [رد الـمحتار: 3/407].

وفي الهندية‌:

«‌وذكر ابوالليث في نوازله حصير الـمسجد إذا صار خليقاً واستغني أهل الـمسجد عنه وقد طرحه انسان ان ‌كان الطارح حياً فهو له وان‌ كان ميتاً ولم يدع له وارثاً أرجو ان لا بأس بان يدفع أهل الـمسجد إلي فقير أو ينتفعوا به في شراء حصير آخر للمسجد والـمختار انٌه لا يجوز لهم ان يفعلوا ذلك بغير أمر القاضي ‌كذا في محيط السرخسي»‌. [الهندية: 2/458].

والله أعلم بالصواب

ع حماد\ حمادیه مدرسه، قندهار۱۱ صفر  المظفر، ۱۴۳۷

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: