د حج لپاره پر جمع سوو پیسو زکاة سته؟
ليکوال: مفتي حماد
څانګه: دارالافتاء حج
نېټه: November 25, 2015

په بانک زر ډالره دحج لپاره را څخه اخلي زکاة ورباندي سته؟

اوس د حج لپاره قانون داسي دئ چي څوک دحج اراده ولري نو زر ډالره به په بانک کي داخلوي دوه کاله یا درې کاله وروسته نوم ورته وزي او دغه زر ډالره ضایع نه ځي که څوک حج ته نه ځي بېرته پیسې په لاس ورځي ایا په دغه پیسو کي زکاة سته او که یا؟ یعني دغه دوه یا درې کاله چي پیسې بندي پرتي دي په دې پیسو کي زکاة سته او که نسته؟

سائل:

محمد میر، زابل

الجواب بعون الملهم الوهاب:

هو! ددغو پیسو به زکاة ورکوي ځکه کومي پیسې چي دمصرف په نیت جلا سي کال ورباندي تیر پوره سوی وي نو تر څو چي مصرف سوی نه وي زکاة ورباندي سته.

واما شروط وجوبها فمنها... کون المال نصابا فلا تجب في اقل منه. هندیه:۱\۱۷۲

في المعراج في فصل الزکاة العروض : ان الزکاة تجب في النقد کیفما امسک للنماء او للنفق. ردالمحتار:۲\۲۶۲ وکذا في حاشیة الطحطاوي علی مراقي الفلاح:۷۱۵ وکذا في البحر الرائق:۲\۳۶۱

وکذا في فتاوی محمودیه:۹\۳۳۹

ع حماد\حمادیه مدرسه\۱۳ \ صفر المظفر\۱۴۳۷

 

 

 

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: