زما موټر یې را ټکر کړ دتاوان حق لرم؟
ليکوال: مفتي حماد
څانګه: ورځنۍ چاري
نېټه: December 5, 2015

زما موټر  یې را ټکر کړ دتاوان حق لرم؟

زما څخه یې موټر بوتلۍ چي غرمه یې راولم ما په ښه ټینګار ورته وویل: نن مابښين زموږ په قریبانو کي جنازه ده زما ضرور پکار دئ خامخا یې راوله اوس مي نه دئ پکار خپل کار ځني واخله خو ماپښین مي پکار دئ، هغه زما انډیوال موټر بوتلی په مېله ولاړی کرشک ته غرمه یې هلته تېره کړې ده زه زنګونه ورهم ټلیفون یې کار نه کوي ماښام یې ټلیفون کار وکړئ خبري چي مي ورسره وکړې ده راته وویل: زه خو ماپښين دګرشک څخه پر لاري وم موټر مي ټکر کړ ما ورته وویل: څوک خو به خوږ سوي نه یاست ده راته وویل: لږ، لږ ملګري خوږ دي خیر ما هیڅ نه وویل کله چي ملګري جوړ سوه ما ورته وویل موټر څنګه سو ده راته وویل زه خو تر خپله وسه کومک درسره کوم خو شرعي حق دي نه کیږي ځکه ما دملایانو څخه پوښتنه کړې ده هغوی راته ویلي دي چي دا موټر ستا سره امانت وو امانت ته چي نقصان ورسیږي دمال مالک دتاوان حق نه لري ما ورته وویل چي که شرعي حق نه لرم ستا یوه روپي لا کومک نه غواړم، اوس پوښتنه داده چي رشتیا هم زما حق سته او که یا؟ که مي حق نه وي هیڅ نه ورته وایم او که مي حق وي نو خپل حق ځني غواړم.

سائل:

تیمورشاه، عینو مېنه ، قندهار.

الجواب بعون الملهم الوهاب:

ستا دتاوان حق سته.

که څوک چاته موټر ، موټرسایکل او داسی نور شیان په خواست ورکړي وخت ورته وټاکي که هغه کس پر هغه وخت نه راوستی تر وخت تېرېدو وروسته یې تاواني کړئ تاوان ورباندي نسته تا چي تر غرمې پوري ورکړی  وو او ده تر غرمې وروسته ماپښین ټکر کړی دئ ستا دتاوان حق ورباندي سته.

حَتَّى لَوْ حَبَسَ الْعَارِيَّةَ بَعْدَ انْقِضَاءِ الْمُدَّةِ أَوْ بَعْدَ الطَّلَبِ قَبْلَ انْقِضَاءِ الْمُدَّةِ يَضْمَنُ ؛ لِأَنَّهُ وَاجِبُ الرَّدِّ فِي هَاتَيْنِ الْحَالَتَيْنِ ، لِقَوْلِهِ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ : { الْعَارِيَّةُ مُؤَدَّاةٌ } وَقَوْلِهِ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ : { عَلَى الْيَدِ مَا أَخَذَتْ حَتَّى تَرُدَّهُ } وَلِأَنَّ حُكْمَ الْعَقْدِ انْتَهَى بِانْقِضَاءِ الْمُدَّةِ أَوْ الطَّلَبِ ، فَصَارَتْ الْعَيْنُ فِي يَدِهِ كَالْمَغْصُوبِ ، وَالْمَغْصُوبُ مَضْمُونُ الرَّدِّ حَالَ قِيَامِهِ ، وَمَضْمُونُ الْقِيمَةِ حَالَ هَلَاكِهِ.

بدائع:۱۴\۱۳۷\شاملة

الجواب صحیح

ع حماد، حمادیه مدرسه ، ۲۴ \صفر المظفر\۱۴۳۷

 

 

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: