فتوا:دکفارې په منځ کي ښځي ته ناجوړي
ليکوال: اداره
څانګه: دارالافتاء روژه
نېټه: November 17, 2013

مسلسل نمبر (۲۶)

 

پوښتنه:

 که يوه ښځه دکفارې روژې نيسي لکه دقتل خطا دکفارې روژې او يا هم دفرضي روژې دکفارې لپاره روژه نيسي او په منځ کي دغه ښځي ته مياشتنۍ ناجوړي او يا هم ورته نفاس راغلى دغه ښځه به دروژو حساب دسره راګرځوي که يا؟ يعني داچي دشپېتو روژو څخه يې لس نيولي دي مياشتنۍ ناجوړي ، يا نفاس ورته راغلى اوس څنګه وکړي؟ حساب دسره را وګرځوي او که يې دغه نيولي روژې صحيح دي؟

 

سائل: محمد شريف دريمه ناحيه کندهار

 

جواب:

مياشتنۍ ناروغي عذر بلل کيږي يعني داچي دمياشتنۍ ناروغۍ دپېښېدو په صورت کي روژې دسره شروع کول نه غواړي او نفاس عذر نه بلل کېږي ځکه ښځه به هغه دکفارې ررژې شروع کوي،چي دماشوم پيدا کېدو وخت دومره نژدې نه وي،چي دا پکښي دوې مياشتي روژه نه سي نيولاى.

 

وَلَوْ كَانَتْ امْرَأَةٌ فَصَامَتْ عَنْ كَفَّارَةِ الْإِفْطَارِ فِي رَمَضَانَ ، أَوْ عَنْ كَفَّارَةِ الْقَتْلِ ، فَحَاضَتْ فِي خِلَالِ ذَلِكَ لَا يَلْزَمُهَا الِاسْتِقْبَالُ ؛ لِأَنَّهَا لَا تَجِدُ صَوْمَ شَهْرَيْنِ لَا تَحِيضُ فِيهِمَا فَكَانَتْ مَعْذُورَةً ، وَعَلَيْهَا أَنْ تُصَلِّيَ أَيَّامَ الْقَضَاءِ بَعْدَ الْحَيْضِ بِمَا قَبْلَهُ حَتَّى لَوْ لَمْ تُصَلِّي وَأَفْطَرَتْ يَوْمًا بَعْدَ الْحَيْضِ اسْتَقْبَلَتْ ؛ لِأَنَّهَا تَرَكَتْ التَّتَابُعَ مِنْ غَيْرِ ضَرُورَةٍ ، وَلَوْ نَفِسَتْ تَسْتَقْبِلُ لِعَدَمِ الضَّرُورَةِ ؛ لِأَنَّهَا تَجِدُ شَهْرَيْنِ لَا نِفَاسَ فِيهِمَا...بدائع الصنائع، ج:١٠، ص:٤٣٨،ط:المکتبة الشاملة. والله اعلم 

 

مولوي عبدالهادي حماد ٢٠\٨\١٣٩٢ هـ ش

 

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: