![]() |
ډېره مننه! ستاسې تبصره ولېږل سوه او تر کتلو وروسته به پر ليکه سي. |
ليکوال: | اداره |
څانګه: | دارالافتاء روژه |
نېټه: | January 12, 2014 |
مسلسل نمبر ۱۰۳
زه يوه پوښتنه لرم هغه داچي روژه په کوم دين کي دلومړي ځل لپاره لازم سوه که يې تاريخ راته په ګوته کړئ ښه به وي؟
الجواب بعون الملهم الوهاب
کله چي الله ج آدم علیه سلام دجنت څخه و مځکي ته راکښته کړئ نو د زيات غم، تکليف، ګرمۍ او ګرځېدو له امله يې بدن تور سو،چي کله الله ج دده توبه قبوله کړه بيا يې حکم ورته وکړ، څو دهري قمري مياشتي د ديارلسم، څوارلسم، او پنځلسم روژې ونيسي، آدم علیه سلام چي کله لومړۍ روژه ونيوله دبدن يوه برخه يې سپينه سوه، کله چي يې دوهمه روژه ونيول دبدن دوې برخي يې سپيني سوې او کله چي يې دريمه روژه ونيول ټول بدن يې سپين سو. دغه ډول روژه د آدم علیه سلام څخه پيل او د هغه پر امت باندي فرض پاته سوې ده که څه هم په ډول کي يې توپير وو. دهر امت روژه الله ج دحکمت پر بنياد باندي ټاکلې ده يعني داچي ډول او وخت يې ورته ټاکلى دئ او دلوراند ذات په لورونه محمدي امت ته درمضان المبارک مياشت دروژې لپاره ټاکل سوې ده.( غنية الطالبين صـــ ٥٤٦ )
الجواب الصحيح
|
پر فېسبوک شريکول |