فتوا:که کوم هلک ياانجلۍ فرضي روژه وخوري
ليکوال: اداره
څانګه: دارالافتاء روژه
نېټه: January 30, 2014

 مسلسل نمبر ۱۲۸


پوښتنه:
که کوم ديارلس کلن هلک يا نجلۍ فرضي روژه وخوري داسي فرضي روژه ،چي نيت کړې وي او دغه هلک يا انجلۍ په تن کوچنۍ او ناجوړۍ وي دچا خيال نه ورباندي راځي ،چي دغه هلک يا انجلۍ دي ديارلس کلن وي په ظاهره په کوچنيانو خطا کېږي دخپلي ناتوانۍ په وجه روژه باندي بوج وي ايا پر دغه انجلۍ يا هلک باندي کفاره سته او که يا؟


سائل: احمد تواب


جواب: اصلا دا خبره معلومول غواړي،چي دغه هلک يا انجلۍ بلوغ ته رسيدلي دي او که يا؟ که بلوغ ته رسيدلي وه ،چي نيت کړې روژه داړتيا پرته ماته کړي قضاء او کفاره دواړه باندي لازميږي او که بلوغ ته نه وه رسېدلي بيا نو نه قضاء سته او نه کفاره سته.

پاته دي نه وي ،چي که دغه هلک يا انجلۍ ته په وېښه يا په خوب کي انزال پېښ سوى وو نو بلوغ ته رسېدلي دي او که نه وپېښ سوى بلوغ ته نه دي رسېدلي يا هم انجلۍ ته حيض (مياشتنۍ ناروغي) پېښه سوې وي نو بالغه بلل کيږي.
بله خبره داده،چي که ياد هلک يا انجلۍ بلوغ ته رسېدلي وي او روژه نيول باندي بوج يو حاذق طبيب (پوه مسلمان ډاکټر) ورته مشوره ور کړي،چي روژه نيول ورته دصحت نقص دئ روژه دي وخوري بيا ،چي الله ج صحت ورکړ، قضاء دي يې راوړي.
والبلوغ يحصل امابظهور علامة من علاماته الطبيعية كاحتلام الولد (اى الانزال ) ومجيئ العادة الشهرية (الحيض) عند الانثى او بتمام الخامسة عشر عند جمهور الفقهاء غير ابي حنيفة لكل من الفتى  والفتاة وعليه الفتوى والعمل الفقه الاسلامي ج ۴ صـــ ۱۲۲ بيروت  المادة ۹۸۷  .

(من ادرك م سن البلوغ ولم تظهر فيه اثار البلوغ يعد بالغا حكما) عبآرة التنوير : فان لم يوجد فيهما شئ من ذلك يعني من الاحتلام وما عطف عليه فحتي يتم لكل منهما خمس عشرة سنة به يفتي  لان علامة البلوغ لاتتاخر عن هذه المدة فيهما غالبا فجعلو المدة علامة في حق من لم تظهر له العلامة درر،و مجمع الانهرشرح المجلة للاتاسي ج ۳ صــ ۵۴۳ ،۵۴۲ ، المادة ۹۸۵  .
يثبت حد البلوغ بالاحتلام والاحبآل والحيض والحبل وان لم يوجد في الذكر والانثى شئ من ذلك فحتي يتم لكل منهما خمس عشرة سنة وبه يفتى .تنوير شرح المجلة سليم رستم باز  اللبناني صــ ۵۴۹ .

كذا في رد المحتار ج  صــ ۱۵۳  .
او مريض خاف الزيادة : لمرضه وصحيح خاف المرض وخادمة خافت الضعف بغلبة الظن با مارة او تجربة او باخبا ر طبيب حاذق مسلم مستور ، الدر المختار مع رد المحتار صـــ ۲۲ ۴ج ۲  . والصحيح الذي يخاف المرض او الضعف بغلبة بامارة او تجربة اوباخبار طبيب حاذق مسلم مستور العدالة كالمريض عندالحنفية الفقه الاسلامي صــ ۶۴۵ طبع بيروت .

كذا في الفقه الحنفي ج ۱  صــ ۳۷۴  كذا في الفتاوي الهندية ج ۱ صَـــ ۲۰۷ .


الجواب الصحيح والله اعلم بالصواب

العبدالافقر مولوي عبدالهادي حماد

مدرسة العلوم الاسلامية الحمادية\ کندهار ۰۹\۱۱\ ١٣٩٢هــ ش


 

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: