پوښتنه:داعتکاف فضائل او خاص وخت
ليکوال: اداره
څانګه: دارالافتاء روژه
نېټه: March 29, 2014

مسلسل شمیره :۱۸۴

 

پوښتنه:

اعتکاف یوازي په روژه کي وي او که هر وخت کېدلای سي که یو څوک فارغه وي اعتکاف يې زړه غواړي کوم فضائل لري؟


سائل: محمد نور اچګزی ، چمن

جواب:
اعتکاف  تر روژې پوري خاص نه دئ په ټول کال کي کېدلای سی او زیات ثوابونه لري، داعتکاف ډولونه او فضایل په لاندي ډول دي:
په مسجد کي ټاکلي وخت د اعتکاف په نيت اوسېدل د اعتکاف څخه عبارت دئ د حنفي مذهب د علماوو په آند اعتکاف پر درې ډوله دى يو اعتکاف واجب دى دغه اعتکاف د نذر کولو څخه عبارت دئ د مثال په ډول چي څوک ووايي که زما دغه کار وسو زه به دومره  ورځي اعتکاف کوم نو پرده باندي د کار د اجرا وروسته په هغه اندازه اعتکاف کول واجب دي او يا د کار  شرط ونه لګوي بلکي داغسي ووايي چي پر ما باندي دومره ورځي اعتکاف نذر دئ په دغه صورت کي هم د اعتکاف اجرا کول واجب دي.
دوهم ډول  اعتکاف سنت دئ دا هغه اعتکاف دى چي د روژې د مياشتي په آخرولسو ورځو کي کېږي چي د رسول الله مبارک عادت هم داسي و.

دريم ډول اعتکاف نفل دى دغه اعتکاف نه دورځو تعين لري او نه د وخت  هر وخت چي يې زړه وغواړي کولاى يې سي که څه هم د ټول عمر نيت وکړي البته په کښته اندازه کي يې اختلاف سته  د امام ابو حنيفة (رح) په آند تر يوې ورځي کم اعتکاف نسي کېدلاى خو د امام محمد(رح) په آند د لږ ساعت لپاره هم اعتکاف کېداى سي او هم پر دغه قول باندي فتوى د علماوو ده .

په همدې وجه هر چا ته پکار ده چي کله مسجد ته ننوزي د اعتکاف نيت دي وکړي نو تر څو چي په لمانځه مشغول وي د اعتکاف ثواب به هم ورته رسيږي .

ما خپل پلار صاحب ډير وخت ليدلي و چي مسجد ته به ننوتي درستې پښې ددننه کولو سره به يې د اعتکاف نيت کاوه کله کله به يې د خادمانو د تعليم په مقصد نيت په زوره وکړى .

د اعتکاف زيات فضيلتونه دي تر دې به نو لوي فضيلت چيري وي چي رسول الله به تل د اعتکاف اهتمام کاوه .

د اعتکاف کونکي مثال داسي دى لکه چي څوک د يو چا په دروازه کي پرېوزي او وايي چي تر څو چي مي خواست قبول نه کړي د ښورېدو نه يم .
د مراقي الفلاح مؤلف ليکي : اعتکاف چي په اخلاص وي د بهترينو عملونو څخه دى ځانګړتياوي يې دومره ډيري دي چي تر اندازې وتلي دي ځکه چي داعتکاف په
کولو کي زړه ددنيا او د هغه شيانو څخه چي په دنيا کي دي پرېکېږي او دالله(ج) سره مشغوله کېږي او خپل نفس و الله(ج) ته سپارل کېږي همدا ډول د اعتکاف په وخت کي ټول وخت په عبادت کي مشغولتيا وي يعني خوب ،ويښوالي ، خوراک او څيښاک او داسي  نور يې ټوله په عبادت کي شمېرل کېږي .
او الله(ج) ته نژدېوالى دى.
په يو حديث کي راغلي دي چي الله(ج) فرمايي څوک چي زما لوري ته يوه لويشت رانژدې سي زه به يو ګز ورنژدې سم او څوک چي زما لوري ته يو ګز رانژدې سي
زه به دوه ګزه ورنژدې سم څوک چي زما لوري ته کرار کرار راځي زه په منډه ورځم يعني زما رحمت ورځي .

اعتکاف کول د الله(ج) په کور کي اوسېدل دي څوک چي د سخي چا په کور کي ډيره کېږي سخي يې خامخا ډير قدر او عزت کوي .

همدا ډول معتکف د الله(ج) په کلا کي محفوظ دى چي هيڅ دښمن رسيدګي نسي ورته کولاى.

او داسي نور فضيلتونه هم سته چي په دغه مهم عبادت کي نغښتي دي.
مسئله : د اعتکاف لپاره تر ټولو غوره ځاى مکه مکرمة ده بيا مدينة منوره ده بيا بيت المقدس دى ، بيا جامع مسجد دى او بيا د خپل محل مسجد دى.
په يوه حديث کي راځي:
 عن انس رضی الله عنه قال كان النبي  يعتكف في العشر الاواخر من رمضان فلم يعتكف عام فلما كان العام المقبل اعتكف عشرين  (مشكوة صـ۱۸۳ج ۱.)
ژباړه : حضرت انس رضی الله عنه  فرمايي: رسول الله  به د روژې په آخره لسيزه كي اعتكاف كاوه يوكال يې اعتكاف نه وكړ،  په عوض يې راتلونكى كال شل ورځي اعتكاف وكړ.
په بل حديث کي راځي:
 عن عائشة -رض- ان النبي  كان يعتكف العشر الاواخر من رمضان حتى توفاه الله ثم اعتكف ازواجه  من بعده  متفق عليه مشكوة صــ۱۸۲ج ۱.
ژباړه:د حضرت عائشې رضی الله عنها څخه روايت دئ ، چي:  رسول الله  به د روژې  په آخره لسيزه كي اعتكاف كاوه تر هغه مهاله ،چي دى مبارك وفات كېدى بيا د رسول الله  وروسته دده بيبيانو اعتکاف کاوه.
د حضرت حسين رضی الله عنه څخه روايت دئ چي: رسول الله فرمايلي دي:
من اعتكف عشرا في رمضان كان كحجتين و عمرتين (الترغيب والترهيب ج : ۲ ص : ۱۴۹ .)
ژباړه: كوم څوك ،چي د روژې په مياشت كي  لس ورځي اعتكاف وكړي د دوو حجونو او دوو عمرو ثواب به لاسته راوړي.
په يوه بل روايت کي راځي:
ان للمسجد اوتادا الملائكة جلساؤهم ان غابوا يفقدو هم و ان مرضوا عادو هم و ان كانوا في حاجة اعانوهم
ژباړه: د مسجد لپاره ميخونه وي (يعني داسي خلک په مسجد کي،چي هغوي هر وخت په مسجد كښي  ناست وي) د داسي خلګو ملائكي دتل لپاره ناستي وي كه دغه خلګ د مسجد څخه كله ووزي ،ملائكي پسي ګرځي، او كه ناروغه سي پوښتنه يې كوي، او كه يې کومه اړتيا پېښه سي ورسره كومك كوي.
په يو بل روايت كي راځي:
من اعتكف يوما ابتغاء وجه الله عزوجل جعل الله بينه و بين النار ثلاثة خنادق ابعد مما بين الخافتين(الترغيب والترهيب ج : ۱ ص : ۱۵۰ .)
ژباړه: كوم څوك ،چي د الله د رضا لپاره يوه ورځ اعتكاف وكړي ،الله به دده او د جهنم تر منځ د يوه حائل او پردې په ډول درې دومره لوی خندقونه جوړ كړي ،چي د هغوی په منځ كښي واټن د مځكي او آسمان تر واټن به هم زيات وي.
په یوه بل روایت کي راځي:
عن ابن عباس رضی الله عنه ان رسول الله قال في المعتکف هو يعتکف الذنوب ويجري له من الحسنات کعامل الحسنات کلها  (مشکوة عن ابن ماجة)
ابن عباس رضی الله عنه د رسول الله څخه روايت کوي چي رسول الله د معتکف په اړه وفرمايل : معتکف د ګناهونو څخه محفوظ دئ او دومره نيکي ورته ليکل کېږي
لکه  دټولونيکيو دکونکي لپاره.
مولانا زکریا کاندهلوي رحمة الله علیه دپورتني حدیث په تشریح کي داسي فایده بيانوي: په پورتني مبارک حديث کي د اعتکاف دوې خاصي فائدې بيان سوي دي لومړۍ دا چي معتکف به د ګناه څخه محفوظ وي که نه نو انسان ډير واري د ځينو کمزوريانو له وجهي خامخا په ځينو ګناهونو اخته کېږي او په داسي مبارک وخت
کي ګناه کول څومره لوى ظلم دى خو ددغه اعتکاف په وجه به په امن وي .
دوهمه خبره داده چي معتکف چي ځيني نيک کارونه د اعتکاف په وجه نسي کولاى لکه جنازه ، د مريض پوښتنه او داسي نور بېله کولو به يې الله(ج)ثواب ورکړي. الله اکبر! څومره دالله(ج) لوى رحمت دى چي د يوه عبادت په بدله کي الله(ج) د لسو عبادتو ثواب ورکوي دا په حقيقت کي بخښي ته بهانه لټول دي لږ غوندي توجه غواړي د رحمت باران په شيبو وريږي .
په یوه بل روایت کي راځي:
عن ابن عباس رضی الله عنه انه کان معتکفا في مسجد رسول الله فاتاه رجل فسلم عليه ثم جلس فقال له ابن عباس رضی الله عنه يا فلان اراک مکتئبا حزينا قال نعم يا ابن عم رسول الله لفلان على حق ولا حرمة صاحب هذالقبر ما اقدر عليه قال ابن عباس  رضی الله عنه افلا اکلمه فيک قال ان احببت قال فانتعل ابن عباس ثم خرج من المسجد قال له الرجل انسيت ماکنت فيه قال لا ولکني سمعت صاحب هذالقبر  والعهد به قريب فدمعت عيناه وهو يقول من مشى في حاجة اخيه وبلغ فيها کان خيرا له من اعتکاف عشر سنين ومن اعتکف يومان ابتغاء وجه الله جعل الله بينه وبين النار ثلث خنادق ابعد مما بين الخافقين. 

(رواه الطبراني فې الاوسط والبيهقي واللفظ له والحاکم مختصرا وقال صحيح الاسناد کذا في الترغيب وقال السيوطى في الدر صححه الحاکم وضعفه البهيقي)
ژباړه : ابن عباس رضی الله عنه په مسجد نبوي کي په اعتکاف کي و چي يو سړى راغلى پټه خوله کښېناستى ابن عباس رضی الله عنه پوښتنه ځني وکړه چي اې فلانکيه ! غمجن او خفه دي وينم څه وجه ده ؟ هغه سړي ورته وويل چي اې د رسول الله د اکا زويه ! پر ما باندي د يو سړى حق دى زما دي ددغه قبر دخاوند په عزت قسم وي چي د پوره کولو توان يې نه لرم درسول الله و قبر ته يې اشاره وکړه .

ابن عباس رضی الله عنه ورته وويل : ايا زه ستا سپارښت وکړم ؟ هغه سړي ورته وويل : څنګه چي ته لازمه بولي هغسي وکړه ابن عباس رضی الله عنه څپلۍ په پښو کړې د مسجد څخه دباندي راووتى هغه سړي ورته وويل چي تا خپل اعتکاف هېر کړى ابن عباس رضی الله عنه ورته وويل چي هير کړى مي نه دى ما ددې قبر د خاوند څخه اوريدلي دي چي لږ وخت نه و تير سوى ( چي د دې الفاظو په ويلو سره ) د ابن عباس رضی الله عنه د سترګو څخه اوښکي رواني سوې چي نبي و فرمايل : څوک چي د مسلمان ورور د حاجت پوره کولو لپاره ووزي کوشش وکړي تر لسو کالو اعتکاف ثواب زيات لري او څوک چي يوه ورځ د الله(ج) د رضا لپاره اعتکاف ورکړي دده او ددوزخ تر منځ به درې
خندقونه پيداسي يو خندق د مځکي او اسمان تر فاصلې زيات دئ .

نو دلسو کالوبه څومره فضيلت وي چي د يوې ورځي دومره فضيلت دى .
مولانا زکریا کاندهلوي رحمة الله علیه دپورتني حدیث په تشریح کي داسي فایده بيانوي: د پورتني حديث څخه دوه مضمونونه معلوم سول .لومړى دا چي ديوې ورځي اعتکاف دومره فضيلت دى چي دده او دوزخ تر منځ درې خندقونه جوړيږي د يوه خندق به دومره لوى والي وي لکه ټول جهان او تر يوې ورځي چي اعتکاف څومره زياتيږي ثواب يې هم په هغه اندازه زياتيږي علامة شعراني په کشف الغمة کي د رسولڅخه نقل کوي چي رسول الله فرمايي : د روژې د آخرو لسو ورځو اعتکاف ددوو حجو او دوو عمرو ثواب لري .

او څوک چي د ماښام تر لمانځه وروسته تر ماخوستنه پوري په داسي مسجد کي اعتکاف وکړي چي جماعت پکښي کېږي او د تلاوت او لمانځه پرته د بل چا سره خبري نه وکړي الله(ج) به په جنت کي يوه ماڼۍ ورکړي .
دوهمه خبره دا چي تر پورتنۍ خبري هم مهمه خبره ده هغه د مسلمان ورور حاجت پوره کول دي چي تر لسو کالو اعتکاف يې ثواب زيات ښـودل سوى دئ همدا وجه وه چي ابن عباس رضی الله عنه د خپل اعتکاف پروا ونه کړه ځکه ددې اعتکاف پوره والى په قضا سره ممکن دى همدا وجه ده چي صوفيان وايي : د الله(ج) په وړاندي چي دمات زړه څومره قدر دى د بل هيڅ شي نسته .

همدا وجه ده چي په حديثو کي د مظلوم د ښرا وو څخه ويره کول ښودل سوي ده .

رسول اللهچي به څوک د يو ځاى حاکم مقرر کړى نو دا به يې ورته فرمايل : واتق دعوة المظلوم . 

يعني د مظلوم د ښراوو څخه ځان وساته .
---------------------------------

الجواب الصحٌح:العبدالافقر مولوي عبدالهادي حماد

 

مدرسة العلوم الاسلامية الحمادية\ کندهار ۲۸\۵\۱۴۳۵ هـ ق

 

   
پر فېسبوک شريکول    
ستاسې تبصره
نوم:
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ١٥ تورو زيات دى.
برېښناليک:
يو برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک باوري نه دى.دغه برېښناليک تر ٣٠ تورو زيات دى.
تبصره:
 يوه تبصره خامخا وليکئ.دغه تبصره تر ١٠٠٠ تورو زياته ده.
کوډ: